Language

په پکتيکا کې ٧ طالبان وژل شوي

ښرنه (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٦): د پکتيکا مسوولين وايي، په دې ولايت کې په بېلابېلو پېښو کې ٧ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازيګر په برمل ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو له خوا په دوو جلا هوايې بريدونو کې د حقاني شبکي څلور وسله وال وژل شوي دي.

د برمل ولسوالۍ د مرغي سيمې اوسېدونکي صديق الله، پژواک ته وويل چې مازيګر څلورنيمي بجې د دوى په سيمه کې لومړى بريد په يوه سراچه ډوله موټر وشو، چې څلور وسله وال په کې ووژل شول او مړي يې د سيمې د اوسېدونکو له لوري د پېښې له ځای څخه انتقال شول.

ده زياته کړه، ورته مهال په همدې سيمه کې دوهم هوايې بريد په يو ټيوټا ډوله موټر وشو چې موټر اور اخيستى او د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.

د امنيې قوماندانۍ وياند دغه راز وويل چې دوهمه پېښه د اورګون ولسوالۍ د درې په سيمه کې شوې، چې وسله والو طالبانو غوښتل موټرسايکل بم جوړ کړي چې بم پرې چاودلى او درې وسله وال په کې وژل شوي دي.

خو طالبانو د يادو درې واړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.