ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل ولايتي شورا رييس له یوه بریده روغ ووت

د زابل ولايتي شورا رييس له یوه بریده روغ ووت

author avatar
19 Feb 2018 - 15:47
د زابل ولايتي شورا رييس له یوه بریده روغ ووت
author avatar
19 Feb 2018 - 15:47

کلات (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٦): د زابل ولايتي شورا د رييس د موټرو پر کاروان وسله وال بريد شوى خو چا ته زيان نه دى اوښتى.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال  د سلواغې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن د ولايت د مرکز کلات ښار اړوند د نوخېز په سيمه کې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه چې د ولايتي شورا رييس عطاء جان حقبيان يادې سيمې ته تللى و چې وسله والو مخالفينو يې پر کاروان بريد وکړ.

د سيال په وينا، د ولايتي شورا د رييس د ساتونکو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښته شوې، خو دواړو لورو ته زيان نه دى اوښتى.

دى وايي چې وروسته سيمې ته نور امنيتي ځواکونه ولېـږل شول، خو وسله وال له سيمې تښتېدلي وو.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.