Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سمنګانو ځينې اوسېدونکي، ضياء د مرستيال والي په توګه نه مني

کابل(پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٦): د سمنګانو ولايتي شورا غړي صفت الله سمنګاني پلويانو د دغه ولايت د مرستيال والي په توګه د ضياالدين پر ټاکنې نيوکه کوي وايي، سمنګاني مخکې مرستيال والي ټاکل شوى او بايد پر دې څوکۍ کار وکړي.

دغه اعتراض کوونکي چې شمېر يې شاوخوا دوو سوو تنو ته رسيږي، نن له غرمې وروسته د سمنګانو ولايت په مقر کې راټول شوي او وايي چې مرستيال والي بايد سمنګاني وي.

صفت الله سمنګاني هم وويل چې ضيا د مرستيال والي په توګه نه مني، ځکه چې هغه د حکومت او جمعيت ګوند په تفاهم او يوه ټيلېفوني هدايت د مرستيال والي په توګه معرفي شوى، خو دى تېره ورځ د محلي ارګانونو ادارې په وړانديز او د ولسمشر په حکم د سمنګانو د والي مرستيال ټاکل شوى دى.

د سمنګانو نوي والي عبداللطیف ابراهیمي، له اعتراض کوونکو څخه د دې ستونزې د حل په موخه يوه ورځ وخت وغوښت او ويې ويل چې دغه موضوع به له ولسمشر او د محلي ارګانونو له ادارې سره شريکه کړي.

عبداللطيف ابراهيمي د سلواغې په ٢٩مه د عبدالکريم خدام پر ځاى د سمنګانو والي وټاکل شو، خو خدام ورسره مخالفت وکړ او ويل يې، تر هغه له دندې نه لرې کېږي چې د جمعيت اسلامي ګوند او د ترکمن قوم يې په اړه پرېکړه وکړي.

خو وروسته خدام له خپلې خبرې تېر شو او ابراهيمي نن د والي په توګه معرفي شو.

د محلي ارګانونو ادارې د پاليسۍ مرستيال ډاکتر تيمور شاران نن د ولايت کار کوونکو ته د ابراهيمي د ور پېژندلو په غونډه کې وويل چې خدام د سولې شورا د مرستيال او ضياءالدين ضيا د سمنګان د مرستيال والي په توګه ټاکل شوي دي.

تر اوسه اخترمحمد خيرخواه د سمنګان د والي د مرستيال په توګه کار کاوه.

خدام مخکې هم د سولې شورا د مرستيال او ضيا د سمنګان د والي د مرستيال په توګه کار کړى.

ضياء الدين ضيا ويلي چې د حکومت او جمعيت اسلامي ګوند د تفاهم په پايله کې له دې امله هغه د سمنګان د والي د مرستيال او خدام د سولې شورا د مرستيال په توګه پر دندو ګومارل شوي چې د نفاق مخه ونيول شي.

ضيا او خدام د جمعيت ګوند اړوند کسان دي.

خو د سولې د عالي شورا يوې سرچينې پژواک ته وويل چې خدام د سولې شورا د مرستيالۍ دنده له لاسه نه وه ورکړې او هم مهال يې د سولې شورا د مرستيال او د سمنګانو د والي په توګه کار کاوه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.