Language

محمد انور اسحاقزي د لوګر د نوي والي په توګه کار پیل کړ

پل علم (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٦): د لوګر نوى والي وايي چې په دغه ولايت کې د امنيت ټينګښت يې له کاري لومړيتوبونو دى او د چارو د سمون په موخه يې د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

محمد انور خان اسحاقزى نن (د کب لومړۍ نېټه) د لوګر د نوي والي په توګه معرفي شو.

نوموړي د خپلو لنډو خبرو په ترڅ کې وويل چې په دغه ولايت کې به د امنيت د ټينګښت لپاره هر ډول هلې ځلې وکړي.

خو ده وويل، هغه مهال به دی وکولاى شي خپلو اساسي موخو ته ورسېږي څو په ټولو برخو کې قومي مشران، ديني عالمان او نور خلک ورسره همکاري وکړي.

هغه زياته کړه: ((که د بيارغوني، امنيت او په بله هره برخه کې کار کوم، نو حتماً به ځوانانو، قومي مشرانو او له نورو سره مشورې کوم.))

دغه راز په دې غونډه کې د لوګر ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي وويل چې د دغه ولايت خلک د امنيت ټينګښت او پرمختيايي کارونو ترسره کېدو ته جدي اړتيا لري.

هغه له نوي والي سره ژمنه وکړه چې د ولايتي شورا غړي او خلک به اړينه همکاري ورسره وکړي.

د غونډې په پاى کې د لوګر مخکني والي محمد حليم فدايي وويل چې دغه ولايت جدي کار کولو ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه: ((ما په خپله درې کلنه دوره کې د خلکو غوښتنې نه، بلکې د دوى ګټه په پام کې نيولې ده او هر هغه کار مې کړى چې د خلکو لپاره ګټه په کې ډېره وه.))

د فدايي په وينا، ټول حکومتي چارواکي بايد د قانون د تطبيق په موخه د ولسمشر هر حکم پر ځاى کړي.

ده وويل: ((هغه څوک چې د ولسمشر حکم نه مني، هغوى ياغيان او نمک حرامه دي او هغه کسان چې د ولسمشر امر نه مني، هېواد ته ټولې ستونزې هم همدوى جوړوي.))

فدايي دا هم وويل چې په دغه ولايت کې مېشت بهرني ځواکونه، د امنيت د ټينګښت په برخه کې له افغان ځواکونو سره هېڅ ډول مرسته نه کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.