Language

د غزني قره باغ ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر ضد لاریون وشو

غزني ښار (پژواک، ٣ کب ٩٦): د غزني د قره باغ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د سيمه ييزو پوليسو او پاڅون کوونکو پر ضد لاريون وکړ او د دې ولسوالۍ د بازار هټۍ يې وتړلې.

د قره باغ ولسوالۍ د نعيم کلا اوسېدونکي خان محمد د کب په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ په دې سيمه کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه شوې ده.

هغه وايي: ((په دې جګړه کې يو ماشوم د کور خوا ته منډې وهلې چې سيمه ييزو پوليسو او پاڅون کوونکو پرې ډزې کړې او دغه ماشوم يې وژلى دى.))

دغه راز د قره باغ د بازار يوه هټۍ وال عبدالله پژواک ته وويل چې تېر ماښام يوه سيمه ييز پوليس غوښتل له يو دوکانه په زور تېل يوسي خو هټۍ وال نه دي ورکړي.

هغه زياته کړه: ((وروسته نور سيمه ييز پوليس هم راغلي او دغه دوکاندار بېچاره يې د مرګ تر حده وهلى دى، دلته هره ورځ سيمه ييز پوليس له دوکاندارانو په زوره شيان اخلي.))

دغه راز د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي عبدالرحيم پژواک ته وويل چې تېره ورځ پوليسو يوه ريکشا چلوونکي بېګار کړى و، څو پوستې ته په کې لرګي يوسي، چې په لار کې ماين پرې چاودلى او سخت ټپي شوى دى.

ده وويل چې د يادو پېښو په غبرګون کې نن د دې ولسوالۍ خلکو لاريون وکړ او د بازار هټې يې هم تړلې دي.

د قره باغ بازر هټۍ والو ويل چې تر هغه به خپلې هټې بېرته خلاصې نه کړي څو حکومت دغه ستونزه هواره نه کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې په قره باغ ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو او پاڅون کوونکو له چا سره زور زياتى نه دى کړى او نه يې هم څوک وژلي دي.

ده وويل چې لاريون د خلکو مدني حق دى او په دې برخه کې څه نه شي ويلى.

د يادونې ده، تر دې وړاندې هم د بېلابېلو سيمو اوسېدونکو د سيمه ييزو پوليسو له چلنده شکايتونه کړي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.