غزني ښار (پژواک، ٣ کب ٩٦): د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې اته سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د کب په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ده يک ولسوالۍ په رباط سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دې پوسته کې ١١ سيمه ييز پوليس وو چې اته يې وژل شوي او درې نور ژوندي دي.
ده وويل چې په یاد بريد کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
دغه راز د رباط سيمې اوسېدونکي نورالله هم پژواک ته وويل چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى و.
د هغه په وينا، جګړې څو ساعته دوام وکړ چې په ترڅ کې یې پوستې سقوط وکړ څو سيمه ييز پوليس په کې وژل شوي او دوه نور طالبانو له ځان سره بیولي دي.
وسله وال طالبان هم دغه بريد تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د ده يک په رباط سيمه کې طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په بريد کې نهه سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو کس ژوندى نيول شوى دى.
مجاهد وايي چې د جګړې پر مهال طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د پوليسو يوه اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
د يادونې ده، د روان کال له پيله تر اوسه پنځه ځلې ياده پوسته وسله والو طالبانو نيولې چې په ترڅ کې یې سيمه ييزو پوليسو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP