پل علم،غزني (پژواک، ۵ کب ۹۶) د لوګر سیمه ییز چارواکي ادعا کوي چي په څرخ ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې ۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګرد والي ویاند سلیم صالح د کب په ٥ مه،پژواک خبري اژانس ته وويل، امريکایي ځواکونو تېره شپه د څرخ ولسوالۍ په پنګرام سیمه کې هوایي بريد ترسره کړی دى.
هغه زياته کړه، په دغه بريد کې پنځه وسله وال وژل شوي، دوه ټپيان دي او يو شمېر وسلې يې له منځه وړل شوې دي.
صالح وايي، وسله وال طالبان د خلکو د کورونو په منځ کې په يوه کور کې پټ شوي وو چې د بمبار له امله د ملکي وګړو شپږ کورونه هم زيانمن شوي، خو مرګ ژوبله نه لري.
د پنګرام سيمې يوه اوسېدونکي سید باقي هم پژواک ته وویل چې بهرنیو ځواکونو پر يوه کور بمبار کړى او وسله وال يې وژلي دي.
خو نوموړي وويل چې په دغه بريد کې څلور عام وګړي هم ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ديو بل خبر له مخې، نن سهار په غزني ښار کې يو دوکاندار په خپل دوکان کې وژل شوى دى.
يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، دغه دوکاندار پر بې غږه تومانچه وژل شوى او بريدګر تښتېدلى دى.
دا په تېرو درېيو ورځو کې درېيم تن دى چې په غزني ښار کې ترور کېږي.
login or register a new account.