کندوز (پژواک،٦کب٩٦): د کندوز والي وايي چې په دغه ولايت کې به د پانګونې لپاره غوره فرصتونه رامنځته شي او هم به د پانګوالو د امنيت د ټينګښت لپاره اړينې هلې ځلې وشي.
دغه څرګندونې د کندوز والي عبدالجبار نعیمي، نن د کب په شپږمه د دې ولايت د سوداګرۍ خونې له غړو سره د ليدنې پرمهال وکړې.
په دغه ليدنه کې د کندوز د سوداګرۍ خونې مشر عبدالرسول وويل چې په دغه ولايت کې د پانګونې د پراختيا او د سوداګرو د امنيت لپاره بايد جدي پاملرنه وشي.
ده زياته کړه: ((د سوداګرۍ په برخه کې موږ د غوره فرصتونو په برابرولو کې د ولایتي ادارې ځانګړې همکارۍ غواړو.))
وروسته د کندوز والي وويل چې په ټول توان سره به د قانون په چوکاټ کې د پانګوالو لپاره غوره فرصتونه رامنځته او هم به په دغه ولایت کې د سوداګرو او مېشتو خلکو د خوندیتوب لپاره اساسي هڅې ترسره کړي.
هغه زياته کړه: ((موږ پوره کوښښ کوو چې د ښمن ونه توانیږي ترڅو خپلې شومې موخې ته ورسيږي او تجاران او خلک له ستونزو سره مخ کړي.))
د کندوز والي له ټولو سوداګرو او کندوز مېشتو خلکو وغوښتل چې له نظام او ملي ځواکونو څخه په کلکه ملاتړ وکړي.
د يادونې ده چې نعيمي درې ورځې وړاندې د کندوز د والي په توګه معرفي شو.
login or register a new account.