Language

مزارشريف(پژواک،٧کب٩٦): په بلخ کې يو ځوان سوداګر د نامسووله وسله والو له خوا وژل شوى چې پوليسو يې په تور څلور تنه نيولي دي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د کب په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته د باختر کارتې په سيمه کې نامسووله وسله والو د نيکزاد په نوم يو ٢٥ کلن سوداګر وژلى دى.

ده وويل چې پوليسو نن د دې پېښې په تور څلور تنه نيولي، دوسيه يې چمتو شوي او سبا به څارنوالۍ ته وسپارل شي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ جنايي مدير حسين خان  پژواک ته وويل چې نن له غرمې وروسته د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يوې ځوانې نجلۍ ځان په خپل کور کې په دار کړى دى.

هغه وايي چې د دې پېښې اصلي لامل تر اوسه معلوم نه دى، خو د دې نجلۍ د کورنۍ غړي وايي چې روانې ستونزې يې درلودې.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په بلخ ولايت کې د نامسووله وسله والو له خوا د وژنې پېښې ډېرې شوې دي.

login or register a new account.

Related Topics