Language

بغلان کې درې مامورين د سلګونه زره افغانيو د اختلاس په تور ونيول شول

بغلان (پژواک ٨ کب ٩٦): د بغلان والي وايي چې د ملي امنيت منسوبينو د دې ولايت د پوهنې رياست درې کارکوونکي د څلورنيم ميليونو افغانيو د اختلاس په تور نيولي دي.

د بغلان والي عبدالحى نعمتي، نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت منسوبينو د دې ولايت د پوهنې او روزنې رياست ښاري مدير له دوو نورو همکارانو سره يوځاى د څلور نيم ميليونو افغانو د اختلاس په تور نيولي او څارنوالۍ ته يې سپارلي دي.

ده زياته کړه، د نيول شويو کسانو د دوسېو د څېړلو لپاره يې له مرکز څخه د باصلاحيته استازي د را استولو غوښتنه کړې، ترڅو د هغوى دوسيې په شفاف ډول وڅېړي او ورسره تړلي نور کسان هم د قانون منګولو ته وسپاري.

د بغلان د ولايتي شورا غړي محمد ظريف پژواک ته وويل چې ملي امنيت د پوهنې رياست ښاري مدير صفي الله، د نظارت آمر نصير غفاري او د پوهنې او روزنې رياست تحويلدار عبدالصبور د ښوونکو د اضافه کارۍ پيسو د غلا په تور نيولي دي.

 د هغه په وينا، دې درېيو کسانو غوښتل چې د ١٣٩٥ کال د سلګونو ښوونکو د اضافه کارۍ پيسې چې له څلورو ميليونو افغانيو زياتې دي، په خپلو منځونو کې سره ووېشي او بيا ښوونکو ته د دې پيسو د رسېدلو جعلي اسناد جوړ کړي.

د بغلان د پوهنې او روزنې رياست يوه کارکوونکي د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وويل: "د پوهنې او روزنې رياست کې فساد اوج ته رسېدلى، دلته عمر خوړلي ښووونکي په حق الزحمه کار کوي او تازه فارغ شوي ځوانانو ته له دندو ورکولو انکار کېږي او يا هم ورڅخه د ښوونکي دندې په ترلاسه کولو سره لسګونه زره افغانۍ رشوت غوښتل کېږي."

بايد وويل شي چې تېر کال هم د بغلان د پوهنې او روزنې رياست تحويلدار د سلګونه زره افغانيو د اختلاس په تور د ملي امنيت منسوبينو څارنوالۍ ته معرفي کړى و او لا هم د پلخمري په زندان کې شپې سبا کوي.

login or register a new account.

Related Topics