پلخمري (پژواک، ٨ کب ٩٦): د بغلان ولایتي شورا او مدني ټولنې غړي وايي چې حکومت دې د برېښنايي تذکرو پیل شوې ملي پروسه ګړندۍ کړي.
د بغلان ولایتي شورا یو شمېر غړي او مدني فعالان د برېښنايي تذکرو له پیل شوي بهیره ملاتړ کوي او وايي هغه کسان چې له دې پروسې سره مخالفت کوي، پردي پال دي او په هېواد کې سوله او ثبات نه غواړي.
هغوی زیاتوي چې د برېښنايي تذکرو د وېش ځنډولو لپاره هېڅ قانوني دلایل نشته دى.
د بغلان ولایتي شورا غړي شمس الحق بارکزي د کب په ۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((زه پر خپل ملي هویت چې افغان دی، ویاړم او تر نسلونو به افغان یم دا چې د افغانستان یم او پرې ویاړم نو تذکره به مې هم د افغان په نوم وي.))
ده وویل په دې برخه کې خنډ او ځنډ دواړه نور د زغملو نه دي او ارګ بايد دغه پروسه چټکه کړي او د تذکرو د وېش لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
دغه راز بغلان د ولایتي شورا بل غړي اسدالله شهباز هم پژواک ته وویل چې د تذکرو له پيل شوي بهیره ملاتړ کوي او له ارګه غوښتنه کوي چې د دې ملي پروسې پر وړاندې خنډ جوړونکو ته کلک ځواب ورکړي.
ده وویل چې ولسمشر بايد ملي مسئلې ګونګې پرې نه ږدي او د ملي ګټو پر وړاندې خنډ جوړونکې څېرې بربنډې او ولس ته يې ښکاره کړي.
همدارنګه د بغلان د مدني ټولنې د اجرايي برخې مسوول احمد نصیر حیران وويل چې مدني ټولنې د حکومت د هر قانوني حرکت کلک ملاتړ کوي.
هغه زياته کړه: ((موږ د حکومت د دې کار ملاتړ کوو، خو د وېش پر سر یې د را ولاړې شوې لانجې حل د حکومت کار دی.))
خو حیران زیاتوي، حکومت له یوې سیاسي ډلې سره د هېواد مهمې سیاسي څوکۍ وېشلای شي د تذکرو د وېش لړۍ هم باید له سیاسي ډلو سره تر مشورې وروسته پیل شوې واى.
د هغه په اند که د تذکرو پر وېش را ولاړه شوې لانجه همداسې دوام وکړي، راتلونکې ټاکنې به له درغلۍ او بې باوريو خالي نه وي.
د بغلان په ولایتي شورا کې د خلکو استازي او مدني فعالان په داسې حال کې د حکومت له لوري د برېښنايي تذکرو له پیل شوي بهیره ملاتړ کوي چې پر وړاندې یې ګونګ او پټ اختلافات لا هم پر ځای پاتې دي، خو د پژواک له لوري د ترسره شوې سروې له مخې د هېواد ډېری وګړو د برېښنايي تذکرو له پیل شوي بهیره ملاتړ ښودلی دى.
login or register a new account.