Language

د مشرانو جرګې د دویم مرستیال سلاکار د طالبانو له بریده روغ وتلی

پل علم (پژواک، ٨ کب ٩٦): وسله والو طالبانو په لوګر کې د مشرانو جرګې د دويم مرستيال پر يوه سلاکار بريد کړى، هغه ترې روغ وتلی خو دوه ساتونکي یې وژل شوي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د کب په ۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام وسله والو طالبانو د محمداغې ولسوالۍ د واغجان بازار په سيمه کې د مشرانو جرګې د دويم مرستيال محمد اصف صديقي د سلاکار محمد ولي صاحبزاده پر موټر بريد کړى دى.

ده وويل چې خپله صاحبزاده له دغه بريده روغ وتلى خو دوه ساتونکي يې وژل شوي دي.

د صالح د معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو د صاحبزاده موټر او دوه ميله وسلې هم له ځان سره وړي دي.

ده وويل چې د دې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو کشفي ارګانونو پلټنې پيل کړې دي.

دغه راز د واغجان بازار يوه هټۍ وال د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل: ((تېر ماښام په بازار کې ډزې وشوې، کله چې ډزې خلاصې شوې موږ ورغلو نو دوه کسه مړه پراته وو.))

د هغه په وينا، په دې وروستيو کې په دې سيمه کې نا امني ډېره شوې؛ ځکه له ماښام سره سم خلک خپلې هټۍ بندوي.

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه بريد تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو دغه بريد پر امنيتي ځواکونو کړى دى.

هغه وايي چې د واغجان په بريد کې درې امنيتي سرتېري وژل شوي، وسلې او هايلکس موټر يې طالبانو ترلاسه کړي دي.

د يادونې ده، په تېرو درېيو مياشتو کې دا څلورمه امنيتي پېښه ده چې په واغجان بازار کې رامنځته کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.