پلخمري (پژواک، ٩ کب ٩٦): لسګونو مدني فعالانو او یو شمېر قومي مشرانو ګاونډی هېواد پاکستان په افغانستان کې په ترسره شوو خونړیو پېښو کې پر لاس لرلو تورن کړ او له نړیوالې ټولنې یې د دغه هېواد په تور لېست کې شاملېدو غوښتنه وکړه.
لاریون کوونکو چې د پاکستان ضد شعارونه یې له ځان سره لېږدول، پر پاکستان غږ وکړ چې نور دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بنده کړي او پر افغان خاوره دې له بې رحمانه راکټ ويشتنې هم لاس پر سر شي.
د لاريون سمبالوونکي ډاکتر عثمان شېرزي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د پاکستان هېواد پر ضد لاریون موخه مو په افغانستان کې د دغه هېواد د لسګونو کلونو مداخلې غندنه ده، افغانان نور ستړي شوي او ګاونډي هېواد ته یې د صبر کاسه هم ډکه شوې ده.))
هغه زياته کړه، په هر ډو ل چې وي، ملګري ملتونه دې له افغانستانه نور د پاکستان هېواد د مداخلې لاسونه لنډ کړي او پر دغه هېواد دې داسې بندیزونه ولګوي چې افغانستان یې هېر شي.
شاه زمان زماني هم لاریون کوونکو ته د وینا پر مهال وویل چې په افغانستان کې شته روانه جګړه او له دې مخکې ټولې بدبختۍ د ګاونډي هېواد پاکستان له لاسه دي.
د هغه په وينا، پاکستان هېڅکله په افغانستان کې پر خپلو پښو ولاړ خپلواک حکومت او سوله نه غواړي.
زماني له نړیوالې ټولنې او د امریکا له متحده ایالتونو په ټینګه غوښتنه وکړه چې دغه هېواد په تور لېست کې شامل کړي.
بغلان کې د پاکستان هېواد پر ضد لاریون په داسې حال کې ترسره کېږي چې امریکا او څو نورو ملګرو هېوادونو یې پر پاکستان د اقتصادي بندیزونو لګولو تر څنګ په تور لېست کې د شاملېدو غوښتنه کړې ده.
login or register a new account.