Language

د فراه اوسېدونکو د “ټاپي” پروژې په ګډون د څو پروژو له پرانيستې هرکلى وکړ

فراه (پژواک، ١٠ کب ٩٦): د فراه يو شمېر اوسېدونکو د يوې ناستې په ترڅ کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې په ګډون د څو پروژو له پرانيستې هرکلى وکړ او ترڅنګ يې له حکومت وغوښتل چې د بخش اباد بند جوړولو ته ډېره پاملرنه وکړي.

پاکستان او هندوستان ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو لېږد پروژه (ټاپي)، پاکستان ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ٥٠٠ کيلوولټه برېښنا (ټاپ) پروژه، هېواد کې د نوري فايبر او تورغنډۍ-هرات د اورګاډي پټلۍ جوړول د ولسمشر محمد اشرف غني، د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف، د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي اړ په بهرنيو اړيکو کې د هندوستان دولت وزير مبشر جاوېد له لوري د روان کال د کب مياشتې په څلورمه نېټه په هرات کې پرانيستل شوې.

د فراه د ولايتي شورا غړي دادالله قانع، نن په هغو مراسمو کې چې د "نجم ټولنيز بنسټ" له لوري له پروژو څخه د هرکلي په مناسبت فراه کې ترسره شول، وويل: "موږ فراهي ځوانان په افغانستان کې له هر ډول ملي پروژې ملاتړ کوو."

نوموړي زياته کړه، د بخش اباد بند جوړول د فراه خلکو له پخوانيو غوښتنو بلل کېږي او حکومت بايد د دې بند جوړولو ته بايد ډېره پاملرنه وکړي.

د هغه په وينا، د بخش اباد بند په جوړېدو سره د فراه خلک کولى شي د کرنيزو توليداتو په ډګر کې د هېواد اقتصاد ته وده ورکړي.

دغه بند چې د ٢٧ مېګاواټه برېښنا د توليد او د ٦٨٠٠٠ هکټاره ځمکې د خړوبولو وړتيا لري، د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په فراه رود سيند باندې جوړيږي.

چارواکو د روان کال د زمري په مياشت کې ويلي، د فراه ولايت د  بخش اباد بند په سيمه کې د ٦٤٠ متره په ژوروالي د ١٣ ژورو څاګانو د جيوتخنيک کار او د دغه بند د توپوګرافي بشپړه شوې او دغه راز د بند تفصيلي ډيزاين هم ٣٥ سلنه بشپړ شوى دى.

د فراه د پوهنې رياست مرستيال عبدالجبار مطمين په دغو مراسمو کې په هرات کې د يادو پروژو له پرانيستې د خوښۍ ترڅنګ له خلکو غوښتنه وکړه، څو د فراه په اړونده سيمو کې د دغو پروژو له عملي کېدو ملاتړ او همکاري وکړي.

د راپورنو پر بنسټ، افغانستان، پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګاز پايپ ١٨١٤ کيلومټره اوږدوالى لري، چې له دې ډلې يې ٨١٦ کيلومټره د افغانسان له خاورې له هرات، فراه، نيمروز، هلمند او کندهار ولايتونو تېريږي او له هغه وروسته پاکستان بيا د هندوستان فاضيلکاى په ښار کې پاى ته رسيږي.

دغه نل ليکه هر کال افغانستان، پاکستان او هندوستان ته د ٣٣ بليون متره مکعب ګازو له لېږدولو برخمنه ده، چې لومړيو لسو کلونو کې به د افغانستان ونډه ٥٠٠ ميليون، دويم لسيزه کې يو بليون او په دريمه لسيزه کې ١،٥ بيليون متره مکعبه ګاز وي.

د يادې ګازي نل ليکې په اوږدو کې به د فشار ١٢ پمپونه ولګول شي چې پنځه ستنې يې د افغانستان په داخل کې لګيږي چې يو ميليارد ډالره ارزښت لري.

login or register a new account.