Language

تخار کې د ترافيکي پېښې له امله ٢١تنه ټپيان شول

تالقان (پژواک،١١ کب ٩٦): د تخار چارواکي وايي چې ددغه ولايت په کلفګان ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله ٢١تنه ټپيان شوي چې د پنځو تنو روغتيايي حالت نازک دى . 

د تخار د والي وياند سنت الله تېمور د کب په ١١مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار  اووه نيمې بجې د تخار د کلفګان ولسوالۍ  د کوترمه په سيمه کې رامنځته شوې ده .

 هغه زياته کړه، يو ٤٠٤ډوله مسافر وړونکى موټر چې له کابل څخه د بدخشان پر لور روان و د کلفګان په کوترمه سيمه کې له سړک څخه اوښتى او په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢١تنه ټپيان شوي دي

 د والي وياند وويل چې ددغې پېښې ټپيان څه د بدخشان ولايت کشم ولسوالۍ  روغتيايي مرکز او يوشمېر نور د کلفګان روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي چې د پنځو تنو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.

login or register a new account.