ښرنه(پژواک،١٣کب٩٦): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له نفوس سره سم روغتيايي خدمتونه دوى ته نه وړاندې کيږي نو ځکه په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د پکتيکا د مرکز ښرنې ښار اوسېدونکي سعيدالله د کب په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسواليو ترڅنګ په مرکز کې هم خلک اړينو روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى نه لري.
د هغه د معلوماتو له مخې، په ټوله پکتيکا کې د سترګو، اعصابو او غوږونو ډاکټر نشته چې په دې برخه کې د ناروغيو د پېښېدو پرمهال خلک اړ دي چې نورو ولايتونو ته سفر وکړي.
ده زياته کړه: (( ښځينه ډاکټرې هم يوه يا دوه دي نورې نرسانې دي نو کله چې زموږ مريض پيدا شي مجبور يو چې يا يې پاکستان او يا يې هم کوم بل ولايت ته انتقال کړو چې دا زموږ لپاره ډېره لويه ستونزه ده.))
دغه راز د برمل ولسوالۍ د بازار يوه اوسېدونکي روح الله هم پژواک ته وويل چې په دې سيمه کې هم خلک له ډېرو روغتيايي ستونزو سره مخ دي.
هغه وايي: (( دلته يو عادي کلينيک دى، چې ډېر پرې بيروبار وي، نو دا چې برمل له پاکستان سره سرحد لري، خلک خپل مريضان پاکستان ته وړي، پخوا ډېر ښه و خو اوس پاکستاني پوځيان په اسانه خلکو ته د تګ اجازه هم نه ورکوي.))
ده وويل چې څه موده وړاندې يې مور ناروغه وه غوښتل يې چې پاکستان ته يې انتقال کړي خو پاکستاني پوځيانو ورته اجازه نه ورکوله.
نوموړي زياته کړه: (( که زموږ خپل وطن کې شفاخاني او کلينيکونه وي نو څه ضرورت دى چې موږ د پاکستانيانو احتياج وباسو.))
همدارنګه د خيرکوټ ولسوالۍ د روغتيايي شورا غړي ډاکټر حاضرګل حقيار پژواک ته وويل چې د دې ولايت د نفوسو په پرتله د روغتيايي مرکزونو او روغتيايي کارکوونکو شمېر ډېر کم دى.
هغه وايي چې د ښرنې ملکي روغتون ته ددې ولايت د اوسېدونکو ترڅنګ د پکتيا د زرمت او د غزني د اندړو ولسواليو خلک هم مراجعه کوي چې ډاکټران بيا ورته سمه رسېدنه نه شي کولاى.
د دې ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت څخه يې د دې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
دغه راز د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولي ګل خروټي هم پژواک ته وويل چې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP