Language

د لوګر ولایت د مالیې ریاست د اجناسو مدیر وژل شوی

پل علم (پژواک، ١٤ کب ٩٦): د لوګر حکومتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت د ماليې رياست د اجناسو مدير پر ډزو وژلى دى.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د کب په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ماليې رياست د اجناسو مدير عبدالبصير د مرکز اړوند په پادخاب شانه سيمه کې وژلى دى.

صالح وايي چې عبدالبصير ٦٥ کاله عمر درلود او له تېرو اتو کلونو راهيسې يې په دغه پُست کې دنده ترسره کوله.

هغه وويل چې نوموړي له هېچا سره دښمنې نه لرله خو طالبانو له حکومت سره د کار کولو په تور وژلى دى.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي محمدعمر پژواک ته وويل: ((تېر ماښام عبدالبصير له موږ سره يو ځاى لمونځ وکړ کله چې له جومات نه بهر شو، نو بيا لږ وروسته د ډزو غږ شو چې د ډزو ځاى ته ورغلو ګورو چې عبدالبصير څو مرمۍ لګېدلى او مړ پروت دى.))

د هغه په وينا، تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړى د طالبانو او که د کوم بل چا له لوري وژل شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پښې په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د هدفي وژنو کچه لوړه شوې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.