کابل (پژواک ١٤ کب ٩٦): ملي تدارکاتو کمیسیون د ٧،٣ میلیارد افغانیو په ارزښت د دوشي – بامیان د برېښنا د لېږد لین په ګډون ۱۲ قراردادونه منظور کړي دي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو غونډه، پرون ماښام په ارګ کې د ٧،٣ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ قراردادونه منظور کړل چې لاندې پروژې دي:
- له دوشي څخه تر بامیان پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد لین او د بامیانو او دوشي ساحو کې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د سب سټېشنونو د تهیې، نصب او منتاژ قرارداد؛
- د بامیانو برېښنا د وېش شبکې تجهیز، نصب او منتاژ قرارداد؛
- د جلال اباد ښار د غالیو اوبدونکو صنعتي ښارګوټي سرک پروژه؛
- د ښار جوړولو وزارت له مخکې د جوړو شویو ساختمانونو لپاره د خامو ساختماني موادو تدارک؛
- د کندهار پوهنتون د لیليې ودانۍ جوړول؛
- په اسلام اباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت کمپلکس جوړولو نظارتي پروژې قرارداد؛
- د ملي دفاع وزارت د اعاشوي موادو درې بستې قراردادونه؛
- د چارو ادارې عمومي ریاست لپاره د اعاشوي موادو او یو جنراتور دوه قراردادونه.
سرچينه کاږي، ولسمشر د بامیانو ولایت لپاره د برېښنا قراردادونو د منظورۍ د ورکړې او بحث پرمهال ټینګار وکړ چې له تطبیق کوونکي شرکت څخه دې په قرارداد کې د یاد شوي وخت مطابق د پروژې د بشپړولو لپاره جدي تعهد واخیستل شي او د ځنډ له امله د وخت او پروژې د مودې غځول په هیڅ ډول د منلو وړ نه دى.
نوموړي د افغانستان برېښنا شرکت ته هم لارښوونه وکړه چې د پروژې زماني شرط دې تمویلوونکي (اسیا پراختیایي بانک) ته ابلاغ شي او په ورته وخت کې د افغانستان برېښنا شرکت مکلف دی د هغې د موثر تطبیق په موخه جدي توجه، مدیریت او څارنه وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP