کابل (پژواک، ١٤ کب ٩٦) : د کابل " مارشال فهيم دفاعي پوهنتون" کې د بهرنيانو د يوې چورلکې د غورځېدو له امله پنځه بهرنيان ټپيان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري د کب په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون ناوخته د مارشال فهيم دفاعي پوهنتون په ساحه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د بهرنيو ځواکونو يوه قراردادي چورلکه له ياد شوی پوهنتون څخه تر الوتو څو شېبې پس بېرته غورځېدلې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې پنځه تنه بهرني قرارديان ټپيان دي، خو د هغوى د هويت په اړه يې معلومات نه درلودل.
په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت وياند ټام ګريسبيک پژواک اژانس ته د يادې پېښې د پخلي ترڅنګ وويل چې پېښه کې د ناټو کارکوونکو ته کوم زيان نه دى اوښتى او نه هم چورلکه د دوى اړونده ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP