کابل (پژواک،۱۴کب۹۶): د کار او تحصيل په درې ورځني ملي نندرتون کې چې نن په کابل کې پرانيستل شو، د پژواک خبري اژانس په ګډون ۷۵ شرکتونو او بنسټونو يې خپل توليدات او لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړې.
د پلان فيوچر دفتر مسوولې او د نندارتون يوې پرانيستونکې سپوږمۍ صيام نن پژواک خبري اژانس ته وويل: "په دې نندارتون کې د کار موندنو په موخه د درېيو ورځو لپاره د بېلا بېلو شرکتونو په استازيتوب ۷۵ دايمي او ۷۵ لنډمهاله (پارټ ټايم) غرفې نندارې ته وړاندې شوې دي."
د سپوږمۍ په خبره، دغه نندارتون د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو؛ لوړو زده کړو وزارتونو، کاردان خصوصي پوهنتون، پروموټ پروګرام او د افغانستان د کارکوونکو ټولنې له خوا د کب له ۱۴مې تر ۱۶مې نېټې پورې د درېيو رځو لپاره پرانيستل شوی دی.
مېرمن صيام هيله مندي څرګنده کړه چې دا ډول نندارتونونه به د کار بازار او تحصيل کړيو کسانو ترمنځ د ارتباط پول رامنځ ته کړي، زياته يې کړه چې دغه نندارتون هر کال جوړېږي او له ياد شويو دوو وزارتونو سربېره د نورو وزارتونو همکارۍ زياتېږي.
هغې وويل چې په ياد شوي نندارتون کې د ګډون لپاره د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه شرکتونه او کتونکي کابل ته راغلي او هيله يې څرګنده کړه چې دا ډول نندارتونونه په نورو ولايتونو کې هم جوړ شي.
په دغه نندارتون کې بېلا بېلو شرکتونو په خپلو نندارتونيزو غرفو کې د کاري څانګو د انتخاب لپاره کتونکو ته پر لار ښوونو سربېره، د بروشرونو بېلګې، د کار موندنې د اعلانونو نوملړ او د داوطلبانو د سي وي ګانو ترلاسه کولو لپاره برېښنايي پتې نندارې ته وړاندې کړې او کتونکو ته يې د خپلو شرکتونو په اړه معلومات ورکول.
د افغانستان د کارکوونکو او کارګرو د ملي ټولنې مشر معروف قادري چې په دې نندارتون کې يې د خپلې ټولنې په استازيتوب د کار موندنې لپاره يوه غرفه پرانيستې ده، پژواک ته وويل چې د دا ډول نندارتونونو جوړېدو د کار له بازار سره د ځوانانو اړيکې ټينګې کړې او د نيابتي جګړو ډګر ته د ځوانانو د ورګډېدو د مخنيوي لامل ګرځي.
د اريا کوه کابل لمټډ ساختماني شرکت مشر عبدالرحمن جليلي چې په ياد شوي نندارتون کې يې د خپل شرکت په استازيتوب غرفه پرانيستې وه، پژواک ته يې وويل چې په درېيو بېلا بېلو برخو کې کار کوي، چې يوه برخه يې يواځې کار موندنې ته ځانګړې شوې ده.
د نوموړي په وينا، دوی له ۱۰ تر ۲۰زرو کسانو پورې د کار زمينه برابروي او سر له نن څخه تر درېيو ورځو پورې د داوطلبانو سي وي ګانې په هارډ او سافټ بڼه مني.
د باعث په نامه يو تن چې له ياد شوي نندارتون څخه يې ليدنه کوله، وويل چې په دغه نندارتون کې له ګډون څخه موخه د تحصيلي موکو او کاري بستونو په اړه ځوانانو د پوهاوي ورکړه ده او هيله لري چې دوی ته د کار زمينه برابره شي څو هم درس ووايي او هم کار وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP