Language

امنيتي ځواکونو په غزني کې پر اعتراض کوونکو بريد کړى

کابل (پژواک، ١٥ کب ٩٦): په غزني کې اعتراض کوونکي وايي چې تېره شپه امنيتي ځواکونو پر دوى ډزې کړې، يوه خېمه يې سوځولې او څلور کسان يې ټپيان کړي دي.

دغه اعتراض وروسته له هغه پيل شو چې څلور ورځې مخکې يو شمېر کسانو د قره باغ ولسوالۍ په شېراباد سيمه کې پر يوه کور بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د يوه ماشوم په ګډون درې ووژل شول.

په دې پېښه کې همدارنګه يوه ښځه ټپي شوې او دوه کسان نور بريدګرو له ځان سره بیولي وو.

د همدې پېښې په غبرګون کې د قره باغ سلګونو اوسېدونکو په دې ولسوالۍ او د غزني په ښار کې له څلورو ورځو راهيسې د کابل- کندهار لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده او په ځينو سيمو کې يې د اعتراض خېمې هم درولې دي.

د اعتراض کوونکو له ډلې امين الله ابراهيمزوى د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته  وويل چې تېره شپه پوليسو او د ملي اردو ځواکونو د غزني ښار په حيدراباد سيمه کې د اعتراض کوونکو پر خېمې ډزې کړې دي.

هغه وايي چې په دې پېښه کې يوه خېمه سوځېدلې او څلور اعتراض کوونکي ټپيان شوي چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

خو د غزني د والي وياند محمد عارف نوري بيا وايي چې امنيتي ځواکونو پر اعتراض کوونکو ډزې نه دي کړې.

هغه وايي: ((امنيتي ځواکونو اعتراض کوونکو ته ويلي وو چې په يو ځاى کې خېمه بس ده، خلکو ته ډېر مشکل مه جوړوئ، نو دوى پر خپلسر په بل ځاى کې هم خېمه درولې وه چې بيا امنيتي ځواکونه تېره شپه د خېمې د ټولولو لپاره ورغلي وو.))

ده وويل چې امنيتي ځواکونو خېمه ټوله کړې خو په دې پېښه کې چا ته مشکل نه دى پېښ شوى.

بل لور ته د اعتراض کوونکو شمېر چې زرګونو تنو ته رسېږي وايي که چېرې هر څه ژر يې غوښتنې ونه منل شي، نو نن به د غزني- پکتيکا او غزني- کابل لويې لارې  هم د ترافيکو پر مخ بندې کړي.

د اړوندې موضوع په اړه پرون د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان له اعتراض کوونکو سره خبرې کړې خو کومې پايلې ته نه دي رسېدلي.

د يادونې ده، څو مياشتې وړاندې هم د نېختې او شېراباد سيمو د اوسېدونکو تر منځ د اوبو پر سر شخړه شوې وه چې په ترڅ کې يې يو کس وژل شوى و.

login or register a new account.