ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې | بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
خوست کې له چاودېدونکو توکو ډک هاموې موټر نيول شوى

خوست کې له چاودېدونکو توکو ډک هاموې موټر نيول شوى

author avatar
6 Mar 2018 - 14:29
خوست کې له چاودېدونکو توکو ډک هاموې موټر نيول شوى
author avatar
6 Mar 2018 - 14:29

خوست ښار (پژواک، ۱۵ کب ۹۶): د خوست پوليسو په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توک ډک هاموې موټر نيولی او شنډ کړی یې دی.

د خوست د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال شېر داود ارين د کب په ١٥مه يوه خبري کنفرانس ته وويل چې د پوليسو ياد هاموې موټر يې د استخباراتي راپورونو پر بنسټ نيولی دی.

نوموړي څه ونه ويل چې د پوليسو دغه موټر له کوم ځایه او څنګه راوستل شوی و، خو زياته يې کړه چې غوښتل يې حکومتي تاسيسات موخه وګرځوي.

شېر داود ارين وويل چې له ياد هاموې موټر سره څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

د يادونې ده، وسله وال طالبان په دې وروستيو کې له دولتي ځواکونو د نيول شوو رينجر او هاموې پوځي موټرو په وسیله ځانمرګي بريدونه کوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يوه بل خبر له مخې، د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې ځايي خلکو ويلي چې څلور پوليس له يوه رينجر موټر سره وسله والو طالبانو ته تسليم شوي، خو شېرداود دغه خبر رد کړ.

په ورته وخت کې د خوست د امنيې قوماندانۍ منسوبينو ۱۵ هغه کسان هم خبريالانو ته وښودل چې د دوی په وينا، د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نيول شوي دي.

د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال شېرداود ارين خبريالانو ته وويل چې له دغو کسانو سره يې يوه سراچه او يوه مازدا موټر او دوه عرادې موټرسايکل هم نيولي دي.

د يوه بل خبر له مخې، د خوست ښار په يوه هوټل کې د دوو کسانو تر منځ ډزې شوې او له امله يې دوه کسان ټپيان شوي دي.

د خوست د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه مهال په سپوږمۍ هوټل کې رامنځته شوې ده او له امله يې دوه کسان ټپيان شوي چې اوسمهال تر درملنې لاندې دي.

سرچينه زياته کړه چې پېښه د شخصي دښمنۍ پر بنسټ شوې او په تړاو يې څلور کسان له دوه ميله کلاشينکوفونو سره نيول شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.