Language

غزني کې د احتجاج له امله د کابل- کندهار لویې لارې بند پاتې مسافر له ستونزو سره مخ دي

غزني (پژواک، ١٥ کب ٩٦): په غزني کې د کابل- کندهار د لويې لارې د تړل کېدو له امله سلګونه موټر ولاړ دي چې مسافر يې له سختو ستونزو سره مخ دي او هر څه ژر د دې لارې د خلاصېدو غوښتنه کوي.

د غزني د قره باغ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د خپلو وژل شوو کسانو په غبرګون کې له څلورو ورځو راهيسې د قره باغ په موشکي سیمه او د غزني ښار د اسلامي ثقافت دروازې ته څېرمه د کابل-کندهار لويه لار تړلې ده.

دغه اعتراض وروسته له هغه پيل شو چې درې شپې وړاندې يو شمېر کسانو د قره باغ ولسوالۍ په شېراباد سيمه کې پر يوه کور بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د يوه ماشوم په ګډون درې کسان وژلي، یوه ښځه یې ټپي کړې او دوه تنه نور يې له ځان سره بيولي دي.

د همدې پېښې په غبرګون کې د قره باغ سلګونو اوسېدونکو په قره باغ ولسوالۍ او په غزني ښار کې له څلورو ورځو راهيسې د کابل- کندهار لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې چې د دې لارې د تړل کېدو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د یادې لارې يوه موټر چلوونکي محمد انور د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې درې ورځې مخکې له کندهاره قره باغ ولسوالۍ ته رسېدلى خو د لارې بندوالي له امله تر اوسه کور ته نه دی رسېدلى.

هغه وايي: ((ښځې دي، ماشومان دي دلته، خلکو سره پيسې خلاصې شوې، لاره دې خلاصه کړي، هوا هم ډېره سړه ده، والله که شپه تېرېږي.))

د دې لارې يوه مسافر عبدالله پژواک ته وويل چې له څلورو ورځو راهيسې په غزني ښار کې د اعتراض له امله لار تړل شوې او دوى بند پاتې دي.

هغه وايي: ((هوټلونو کې ځاى نشته، ښځې او ماشومان راسره دي، پيسې راسره خلاصې شوې دي، حيران يم چې څه وکړم.))

يوې ښځې چې ماشوم یې په غېږ کې و او څادري يې پر سر وه، د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل چې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي، د پيسو نه لرلو او په هوټلونو کې د ځاى د نه شتون له امله د موټرو تر څنګ د سړک پر سر شپې تېروي.

دې وويل: ((زه له خپلې کورنۍ سره کندهار نه کابل ته روانه يم، خو دا دوه شپې کېږي چې دلته پراته يو، ماشومان ټول مريضان شول، اوس مجبور يو چې بېرته کندهار ته ولاړ شو.))

همدارنګه د غزني ښار اوسېدونکي عبدالحنان پژواک ته وويل: ((دوه ورځې مخکې مې په کندهار کې د اپنډکس عمليات وکړل، غوښتل مې کور ته راشم چې قره باغ ته ورسېدم لاره بنده ده، اوس حيران پاتې يم چې کور ته څنګه ولاړ شم.))

يادو او ګڼو نورو مسافرو له اعتراض کوونکو او حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې هر څه ژر دغه ستونزه هواره او د ترافيکو پر مخ لاره خلاصه کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.