Language

د کابل – کندهار لويه لاره په مشروط ډول خلاصه شوه

غزني ښار (پژواک، ١٦ کب ٩٦): په غزني کې د کابل – کندهار لويه لاره د مسافر وړونکو او تازه مېوو بار وړونکو موټرو پرمخ د ٧ ورځو لپاره په مشروط ډول خلاصه شوه.

له تېرو پنځو ورځو راهيسې، زرګونو اعتراض کوونکو په غزني ښار او قره باغ ولسوالۍ کې د کابل- کندهار لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

دغه اعتراض وروسته له هغه پيل شو چې پنځه شپې وړاندې يو شمېر کسانو د قره باغ ولسوالۍ په شېراباد سيمه کې پر يوه کور بريد وکړ او د يو ماشوم په ګډون یې دوه تنه ووژل، دوه ښځې ټپيانې کړې او دوه تنه نور يې له ځان سره بوتلل. د همدې پېښې په غبرګون کې د غزني زرګونو اوسېدونکو په قره باغ ولسوالۍ او د غزني په ښار کې احتجاج کړی چې له امله یې له پنځو ورځو راهيسې د کابل- کندهار لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده او دواړو لورو ته سلګونه موټر بند پاتې دي.

خو د لاريون يوه سمبالوونکي ډاکټر محمد عيان، نن ناوخته پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه لاره له اعتراض کوونکو سره د ولسمشر اشرف غني تر ټيليفوني اړيکې وروسته، نن ماښام ٧ بجې په مشروط ډول خلاصه شوه.

ده زياته کړه، ولسمشر دوى ته ډاډ ورکړ چې د يادې پېښې قاتلين به نيسي او دغه موضوع به د ده په لارښوونه د ملي امنيت شورا سلاکار حنيف اتمر وڅېړي.

غني له خلکو غوښتل چې خپل وژل شوي کسان خاورو ته وسپاري.

بايد وويل شي چې د تېرې جمعې په ورځ وژل شوي کسان تراوسه پورې خاورو ته نه دي سپارل شوي.

محمد عيان وايي، اوسمهال دغه لار يواځې د مسافر وړونکو او پر مېوو بار موټرو لپاره خلاصه شوه، خو د نورو بار وړونکو موټرو په وړاندې به بنده وي.

ده يادونه وکړه چې د لارې پر خلاصېدو سربېره به د دوى اعتراض دوام لري.

هغه زياته کړه، که ياده موضوع تر ٧ ورځو پورې ونه څېړل شي، د پېښې قاتلين ونه نيول شي او هغه هغه دوه تنه چې ژوندي بېول شوي، را خلاص نه شي، دوى به بېرته د کابل – کندهار لاره وتړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.