پلخمري(پژواک،١٦کب٩٦): د بغلان مرکز پلخمري کې د ځوانانو ترمنځ د یووالي، قومي او ژبني تعصبونو د له منځه وړلو په موخه د اتو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سيالۍ پيل شوې چې لس ورځې به دوام وکړي.
بغلان کې د کرکټ بورډ مسوول محمد ظریف احمدزي د کب په ١٦ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پیل شوې سیالۍ ازمایښتي دي او دځوانانو د بوختیا او یو والي په موخه دیوې ټولنې له خوا پیل شوي.
د هغه په وينا، رسمي سیالي به د وري میاشتې له لومړۍ ورځې پیل شي او ۱۱ غښتلې لوبډلې به په کې برخه واخلي.
ده وویل چې په ټول بغلان کې د کرکټ ۱۵۰ کوچنۍ لوبډلې ثبت دي چې له همدې ډلو څخه به یې ۱۱ غښتلې لوبډلې د نوي کال له پیله په خپلو کې رسمي سیالۍ پیل کړي چې مخکښه لوبډله به یې د زون له پیاوړې لوبډلې سره سيالي ترسره کړي.
د بغلان د مدني ټولنې غړي نوید شکور زاده پژواک ته وویل چې په افغانستان کې د شته ټولو قومونو ځوانان په بېلابېلو لوبډلو کې په لوبو بوخت دي چې هرې ډلې یې د افغان په نوم هېواد ته ویاړونه راوړي دي.
هغه زياته کړه: ((موږ د هرې ملي لوبډلې ملاتړي یو او د لوبډلو ترمنځ تبعیص زموږ خپله نا پوهي ده.))
شکور زاده د کرکت د يادو سياليو پر پيل خوښي وښوده او ويې ويل چې ټول بايد په ګډه له لوبغاړو ملاتړ وکړي.
د دې لوبو يو لوبغاړي وحید ذکي پژواک ته وویل چې د کرکټ په سیالي ډېر خوشحاله دی او هیله من هم دی چې دغه سيالي به ځکه ګټي چې په لوبډله کې یې تکړه توپ اچونکي او توپ وهونکي دواړه شته دي.
دغه راز بل لوبغاړي رازمحمد پژواک ته وویل چې دا لوبې په دغو سیاليو کې د شاملو لوبغاړو په لګښت پیل شوې دي.
هغه وويل:(( د کالیو او لوبو د سامان پیسې ټولې شوي او بیا یې سيالۍ جوړې شوې دي.))
نوموړي له کرکټ بورډ څخه غوښتنه وکړه چې په بغلان کې د کرکټ له پیاوړو لوبډلو سره د جامو په برابرولو کې مرسته وکړي.
د يادونې ده چې د کرکټ لوبه په وروستیو څو کلونو کې هغه مهال په افغانستان کې مشهوره شوه چې د هېواد ملي لوبډلې پرله پسې برياوې ترلاسه کړې.
login or register a new account.