غزني ښار (پژواک، ١٦ کب ٩٦): د غزني اعتراض کوونکو په پنځمه ورځ هغو موټرو ته کابل ته د تګ اجازه ورکړه چې ښځې، ماشومان او ناروغان په کې دي.
له تېرو پنځو ورځو راهيسې زرګونو اعتراض کوونکو په غزني ښار او قره باغ ولسوالۍ کې د کابل-کندهار لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
دغه اعتراض وروسته له هغه پيل شو چې پنځه شپې وړاندې يو شمېر کسانو د قره باغ ولسوالۍ په شېراباد سيمه کې پر يوه کور بريد وکړ او د يو ماشوم په ګډون یې دوه تنه ووژل، دوه ښځې ټپيانې کړې او دوه تنه نور يې له ځان سره بوتلل.
د همدې پېښې په غبرګون کې د غزني زرګونو اوسېدونکو په قره باغ ولسوالۍ او د غزني په ښار کې احتجاج کړی چې له امله یې له پنځو ورځو راهيسې د کابل- کندهار لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده او دواړو لورو ته سلګونه موټر بند پاتې دي.
خو د لاريون يوه سمبالوونکي نقيب الله خاکسار د کب په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن يو شمېر هغو موټرو ته کابل ته د تګ اجازه ورکړل شوه چې ښځې، ماشومان او ناروغان په کې سپاره وو.
د هغه د معلوماتو له مخې، د دغو موټرو شمېر نهو ته رسېده چې ټول ٣٠٣ ډوله موټر وو.
هغه وايي: ((موږ درې غوښتنې لرو، قاتلين دې ونيول شي، برمته شوي کسان دې روغ رمټ را خوشي شي او د غزني والي دې بدل شي.))
خو خاکسار وويل، تر هغه چې د دوى ټولې غوښتنې نه وي منل شوې، دوى لاره نه خلاصوي.
د هغه په وينا، د اعتراض کوونکو شمېر اوس زرګونو کسانو ته رسېدلى او له نورو ولايتونو څخه هم خلک را رسېږي او له دوی سره يو ځاى کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه دوه ځلې له کابل څخه پلاوي لېږل شوي څو پيدا شوې ستونزه هواره کړي خو خبرې يې بې پايلې وې.
تېره ورځ د ولسمشر د سلاکار اسدالله وفا په مشرۍ يو پلاوى غزني ته ورغلى و خو اعتراض کوونکي وايي چې پايلې ته ورسره نه دي رسېدلي.
اسدالله وفا پژواک ته وويل چې تېره ورځ يې د اعتراض کوونکو د استازو له ٢٥ کسيزې ډلې سره خبرې کړې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP