Language

بغلان کې د ماشومانو په ګډونه شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پلخمري (پژواک، ١٧ کب ٩٦): د بغلان په مرکز کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله يو ماشوم وژل شوى، درې ښځې او دوه نور ماشومان ټپيان دي.

د بغلان د مرکز پلخمري د ډنډ شهاب الدین د بالادوري کلي اوسېدونکي ممتاز د کب په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تير ماښام يې په کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې یې زوى وژل شوى او د کور درې ښځې او دوه نور ماشومان يې ټپيان دي.

د دې پېښې په اړه د پلخمري د ملکي روغتون د جراحي څانګې مسوول ډاکتر جاوېد عالمیار پژواک ته وویل: ((روغتون ته د درېیو مېرمنو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ ژوبل کسان ور وړل شوي چې یو تن یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه او د دوو نورو حالت هم ښه نه دی.))

د قربانیانو د کور يوه ګاونډي ګل جان پژواک ته وویل: ((په جومات کې وو چې د یوې سترې چاودنې اواز مې تر غوږ شو د ګاونډي له کوره مو دود پورته کېده، نارې شوې چې د ممتاز پر کور د هاوان ګولۍ پرېوته، څو تنه په کې ټپيان شول خو زوى يې مړ دى.))

د سيمې يوه بل اوسېدونکي د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل: ((له پېښې سره مخ شوې کورنۍ د کلي تر ټولو بې وزله کورنۍ ده، دغې کورنۍ د یوې ورځې د غوړیو رانیولو توان نه درلوده، د ټپیانو د علاج لپاره روغتون ته راغلو، کلیوالو تر خپل وسه پیسې ورکړې او هغه چا چې پیسې نه درلودې راغلي چې زخمیانو ته که اړتیا وي وینه ورکړي.))

په دې اړه د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع پژواک ته د پېښې پخلی وکړ خو په سیمه کې یې د جګړې په اړه بې خبري وښوده.

تر اوسه معلومه نه ده چې د هاوان دغه مرمۍ له کوم لوري توغول شوې خو د پېښې ځای د طالبانو تر کنټرول لاندې هغه سیمه ده چې یوه میاشت وړاندې هم پر همدې سیمه د دولت او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه وشوه چې بيا ځينې کورنۍ له دې سيمې کډه شوې.

login or register a new account.