غزني ښار (پژواک، ١٧ کب ٩٦): د غزني چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو په غزني ښار کې د سخي زيارت پر ماينونو الوځولى دى.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د کب په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه نا پېژاندو وسله والو د غزني ښار اړوند د روضې په سيمه کې د سخي زيارت پر ماينونو الوځولى دى.
هغه وايي: ((دغو کسانو اول په زيارت کې بمونه ايښي وو او وروسته يې الوځولى چې د چاودنې له امله ټول زيارت له منځه تللى دى.))
هغه وويل چې د دې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پوليسو پلټنې پيل کړې دي.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي نورالرحمن پژواک ته وويل: ((تېره شپه ناوخته دوه- درې بجې به وې چې ډېره يوه قوي چاودنه وشوه، سهار چې پاڅېدو ګورو چې د سخي صاحب زيارت يې پر بمونو الوځولى دى.))
د ده په وينا، د نوي کال په لومړۍ ورځ به خلک دغه زيارت ته را ټولېدل او د سخي جنډه به يې پورته کوله.
کومې وسله والې ډلې تراوسه ددغې پېښې مسووليت نه دى منلى .
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د غزني امنيتي چارواکو ويلي وو چې په ارامه فضا کې د نوي کال د جشن د ترسره کېدو لپاره يې کلک امنيتي تدابير نيولي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP