ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل مسوولين: په شهرصفا کې ٣٤ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د زابل مسوولين: په شهرصفا کې ٣٤ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
9 Mar 2018 - 10:47
د زابل مسوولين: په شهرصفا کې ٣٤ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
9 Mar 2018 - 10:47

کلات (پژواک، ١٨ کب ٩٦): د زابل امنيتي مسوولين وايي، په شهرصفا ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال ١٤ طالبان وژل شوي او شل نور ټپيان دي.

د دې ولايت د امنيت آمر سمونوال غلام جيلاني فراهي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د ماسپښين له يوې بجې څخه د ماخوستن تر اتو بجو پورې، دوى د شهرصفا ولسوالۍ په اسحاقزي سيمه کې د طالبانو پر ضد عمليات وکړل.

ده زياته کړه، له طالبانو سره په دې نښتو کې ١٤ طالبان وژل شوي چې د ٧ جسدونه له دوى سره دي؛ دغه راز تر شلو زيات وسله وال او دوه پوليس ټپيان دي.

د هغه په وينا، يو سراچه موټر، ٧ موټرسايکلونه، ٤ ميله سپکې او درنې وسلې، ماينونه او ګڼ نور مهمات يې هم له وسله والو نيولي دي.

فراهي وايي، دغې ډلې غوښتل چې د کلات – کندهار ترمنځ  لار ناامنه کړي.

خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.