Language

درې تښتول شوي ماشومان خپلې کورنۍ ته وسپارل شول

ښرنه (پژواک، ١٩ کب ٩٦): له کونړ ولايت څخه پکتيکا ته تښتول شوي درې ماشومان د ملي پوليسو له خوا پيدا او کورنۍ ته يې وسپارل شول.

چارواکي وايي چې دغه ماشومان يې د يحيى خېلو ولسوالۍ د سرواندي کلي په يوه کورکې د يو لړ ځانګړو عملياتو پرمهال موندلي، خو د پېښې عاملين تښتېدلي چې د نيولو هڅې يې روانې دي.

د ماشومانو پلار وايي، انسان تښتوونکو په پنځو مياشتوکې هېڅ ډول تماس نه دی ورسره نيولی، خو اوس خوښ دی چې ماشومان يې پيداشول.

د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين د کب په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ماشومان شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې د کونړ ولايت له يوې کورنۍ څخه تښتول شوي وو چې تېره ورځ يې د يحيى خېلو ولسوالۍ د سرواندي کلي په يوه کورکې موندلي دي، او خپلې کورنۍ ته يې وسپارل.

د ماشومانو پلار محبوب الله پژواک ته وويل: (( کله چې خبر شوم چې ورک اولادونه مې پيدا شوي ما ويل خوب وينم، ما هېڅ داسې تصور نه کاوه چې له پنځو مياشتو وروسته به مې اولادونه روغ راځي.))

هغه د خداى شکر ادا او له ملي پوليسو يې مننه وکړه چې اولادونه يې ورته پيدا کړل.

نوموړي د تښتوونکو د نيولو او د جزا ورکولو غوښتنه وکړه.

د ماشومانو پلار ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل،له پنځو مياشتو راهيسې انسان تښتوونکو هېڅ ډول اړيکه نه ده راسره نيولې، نو ځکه نه شي ويلی چې ماشومان چا او ولې تښتولي وو.

پوليس بيا وايي، ساحه غرنۍ وه او انسان تښتوونکي تښتېدلي چې د نيولو هڅې يې روانې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.