Language

غزني کې شپږ پوليس او پنځه طالبان وژل شوي

غزني(پژواک،١٩کب٩٦): په غزني کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې شپږ پوليس او پنځه طالبان وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د کب په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ د حبيب ګوډلو او د زنخان ولسوالۍ په انګار سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريدونه کړي دي.

هغه وويل، د زنخان په جګړه کې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

دغه راز ده وويل چې په دغه جګړه کې د امنيتي ځواکونو په ډزو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي چې دوه يې پاکستانيان دي او شپږ نور طالبان ټپيان دي.

د نوري د معلوماتو له مخې، د اندړو په جګړه کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي، دوه ټپيان دي او ګڼو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زنخان د جګړې په اړه ددغې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې سهار مهال د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه پيل شوه.

هغه وايي: (( جګړې يو ساعت دوام وکړ، بيا ډزې غلې شوې خو طالبانو پوستې ته اور اچولى و.))

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د زنخان په جګړه کې درې پوليس وژل شوي او دوه ټپيان دي.

هغه وايي چې په دغه جګړه کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

مجاهد د اندړو د جګړې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا په غزني کې د جګړو کچه لوړه شوې ده.

login or register a new account.