غزني ښار(پژواک،٢٠کب٩٦): د غزني د قره باغ ولسوالۍ د شېراباد سيمې د پېښې په تور پوليسو څلور تنه نيولي دي.
شاوخوا لس ورځې وړاندې د غزني د قره باغ ولسوالۍ په شېراباد سيمه کې يو شمېر وسله والو پر يوه کور بريد وکړ چې په ترڅ کې يې دوه تنه ووژل شول، دوه ښځې ټپيانې شوې او دوه تنه نور لادرکه دي.
د همدې پېښې په تړاو په غزني کې زرګونو کسانو لاريون وکړ او د اعتراض په توګه يې د پنځو ورځو لپاره د کابل-کندهار لويه د ترافيکو پرمخ وتړله.
سره له دې چې اعتراض کوونکو لاره د ترافيکو پرمخ خلاصه کړه، خو اعتراض اوس هم دوام لري او خلک د عدالت غوښتنه کوي.
خو د غزني د والي وياند محمد عارف نوري نن د کب په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادې پېښې په تور پوليسو څلور تنه شکمن کسان نيولي دي.
هغه وايي: (( له دې څلورو کسانو څخه يو يې په کابل، بل يې په غزني ښار او دوه نور يې په قره باغ ولسوالۍ کې نيول شوي دي.))
ده وويل چې د يادې پېښې په تړاو د شکمنو کسانو يو لېست پوليسو ته ورکړل شوى چې د همدې لېست پر بنسټ تر اوسه دغه څلور تنه نيول شوي دي.
د نوري په وينا، له نيول شوو کسانو څخه پوښتنې روانې دي، خو تر اوسه يې اعتراف نه دى کړى.
د يادونې ده چې په دغه موده کې تراوسه څو ځلې حکومت پلاوي استولي، خو په دې نه دي توانېدلي چې د اعتراض کوونکو قناعت حاصل کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP