Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جاپان د ماين پاکۍ له پروګرام سره کابو ۱.۳ميليون ډالره مرسته وکړه

جاپان د ماين پاکۍ له پروګرام سره کابو ۱.۳ميليون ډالره مرسته وکړه

author avatar
12 Mar 2018 - 18:06
جاپان د ماين پاکۍ له پروګرام سره کابو ۱.۳ميليون ډالره مرسته وکړه
author avatar
12 Mar 2018 - 18:06

کابل(پژواک،۲۱کب۹۶): جاپان په پروان او پنجشېر ولايتونو کې د ماين پاکۍ د ۲پروژو عملي کېدو او په پکتيا کې د يوه ښوونيز مرکز د جوړېدو لپاره نږدې ۱.۳ميليون امريکايي ډالره مرسته وکړه.

 د ياد شويو پروژو تړونونه نن  په کابل کې د جاپان سفارت د شارژ دافير کيچي هارا او د درېيو خصوصي موسسو ترمنځ لاسليک شو.

په کابل کې د جاپان شارژدافير، د ياد شويو تړونونو د لاسليک پرمهال وويل چې په پروان او پنجشېر ولايتونو کې د جاپان په مرستو د اساسي پروژو لپاره د وړيا مرستو پروګرام په چوکاټ کې به د ماين پاکۍ دوه پروژې عملي شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغې پروژې د هوکړه ليک په عملي کېدو سره به په ياد شويو ولايتونو کې د ماينونو او جګړې د ډګر له ۱.۵ميليون مربع متره ډېره ځمکه له ماينونو څخه پاکه شي او دغه راز به د ياد شوې پروژې څخه په پروان او پنجشېر ولايتونو کې له ۵۰۰۰ډېرې کورنۍ ګټه پورته کړي.

دغه چارواکي زياته کړه چې د جاپان له يادو مرستو به د پکتيا مرکز ګردېز کې د وترنرانو ټولنې يو ښوونيز مرکز هم ورغول شي.

نوموړي د مسلکي وترنرانو او پارا وترنرانو د وړتياوو د لوړېدو لپاره چې په خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو د وترنرۍ په ساحوي سايټونو کې کار کوي، ډېر ګټور وي.

د افغان تخنيکي سلاکارانو د ادارې(ATC) مشر کفايت الله ابلاغ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پنجشېر او پروان ولايتونو د سالنګ، کوه صافي، شيخلي، جبل سراج، بګرام او پرنيان ولسواليو په ۱۲کليو کې د ۷۵کسانو لپاره د کار زمينه برابرېږي.

نوموړي د ياد شويو دوو پروژو له تطبيق څخه خوشحالي څرګنده کړه او ويې ويل چې له اېښودل شويو ماينونو څخه د سيمو په پاکېدو سره به په دغو دوو ولايتونو کې د زرګونو کورنيو اندېښنې ختمې شي.

د افغانستان د ماين پاکۍ او بيا رغونې موسسې  (OMAR) مشر فضل کريم فضل،د ياد شويو مرستو له امله د جاپان له دولت او خلکو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې ددغو پروژو په عملي کېدو سره به طبيعي سرچينو ته د لاس رسي زمينه هم برابره شي.

د يادونې ده چې د جاپان دولت، له ۲۰۰۱ زېږديز کال څخه راهيسې تر اوسه پورې په افغانستان کې د بيا رغونې له پروسې څخه د ملاتړ لپاره له ۶ميليون امريکايي ډالرو څخه ډېره مرسته کړې ده.

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.