Language

وسله والو په تېرو شپږو مياشتو کې د پکتيکا- غزني پر لارې ١٥٠ مسافر وژلي

ښرنه (پژواک، ٢١ کب ٩٦) : د پکتيکا ولايت اوسېدونکو، مدني ټولنو او د ولايتي شورا مسوولينو د غزني امنيتي مسوولين پر نا امنيو تورن کړ او د احتجاج په توګه يې لويه لاره وتړله.

لاريون کوونکو د پکتيکا او غزني ترمنځ په پرته لار امنيتي ځواکونه تورن کړل چې دلارې امنيت نه شي خوندي کولی او ادعا کوي چې يادې پوستې د وسله والو طالبانو د جاسوسۍ مرکزونه دي.

د يحيی خېل ولسوالۍ قومي مشر ګل خان پژواک اژانس ته وويل، پکتيکا ته تلوونکي ١٥٠مسافر  د پکتيا اوغزني په مربوطاتو کې په تېرو شپږو مياشتو کې د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: (( دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې امنيتي پوستې نه، بلکې د وسله والو طالبانو د جاسوسۍ مرکزونه دي ٍاو په لوی لاس د پکتيکا اوسېدونکي چې په دولت کې کار کوي وژل کېږي .))

نوموړي ادعا وکړه چې دغه امنيتي پوستې له موټرو پيسې اخلي او دغه کار خلک سخت اندېښمن کړي دي.

د مېلمه مدني او رسنيز بنسټ مشر يعقوب خان منظورهم په خپلو خبرو کې وويل چې په امنيتي ليکو کې ګومارنې په پيسو او واسطو تر سره کېږي، ځکه چې په درېيوکلونو کې دولت په دې ونه توانېده چې دغزني او پکتيکا ترمنځ په غځېدلې لاره دپرتو پوستو مسوولين  تبديل کړي.

هغه زياته کړه چې ديادو لارو د امن کولو په موخه يې له غزني سره نښلوونکې لاره دمسافرو په مخ تړلې او خپلولاريونونو ته به تر هغو دوام ورکړي چې غوښتنې يې منل شوې نه وي.

د پکتيکا د ولايتي شورا غړي جليل خروټي هم پژواک سره په خبرو کې وويل چې ددې ولايت اوسېدونکو له تېرو دوو کلونو راهيسې د لاريونونو، کنفرانسونو او له چارو واکو سره په ليدنو کتنو کې د يادو لارو د خلاصون غوښتنه کړې، خو تر دې دمه دولت په خپلو ژمنوکې پاتې راغلی.

هغه وويل، دوی نه يوازې له غزني ولايت سره لار وتړله، بلکې د ولايتي شورا دروازه يې هم تړلې ده.

د دې ولايت د ولايتي شورا يوه بل غړي عزيز عزيز هم پژواک ته وويل چې په تېرو شپږو مياشتو کې دغزني او پکتيکا ترمنځ په غځېدلې لاره ۱۵۰ کسان له موټرو ښکته او بيا وژل شوي دي.

ملک ظاهر خان د پکتيکا ولايت اوسېدونکي هم وويل چې د غزني ولايت امنيتي مسوولين په خپلو دندو کې ناغېړي کوي او وايي چې که دولت د يادې لارې امنيت نه شي ساتلی، نو پکتيکا والو ته دې د يادو لارو تشکيل ورکړي ددې ولايت ځوانان چمتو دي چې ددې لارې امنيت وساتي.

د غزني ولايت امنيتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.