غزني ښار (پژواک، ٢٢ کب ٩٦): د غزني د قره باغ ولسوالۍ د ستونزې د حل لپاره تللی پلاوى وايي چې ډېر ژر به د شېراباد سيمې برمته شوي کسان خوشي شي.
شاوخوا لس ورځې وړاندې يو شمېر کسانو د قره باغ ولسوالۍ په شېراباد سيمه کې پر يوه کور بريد وکړ او د يوه ماشوم په ګډون یې دوه کسان ووژل، دوه ښځې یې ټپيانې کړې او دوه تنه نور يې له ځان سره بوتلل.
د همدې پېښې په غبرګون کې د غزني زرګونو اوسېدونکو په قره باغ ولسوالۍ او د غزني په ښار کې احتجاج کړی چې له امله یې د شپږو ورځو لپاره د کابل- کندهار لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړله خو بيا يې يواځې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ بېرته خلاصه کړه او اوس هم ټېلر او د تېلو موټرو ته اجازه نه ورکوي.
په دې موده کې څو ځلې حکومت دغه ولايت ته پلاوي واستول خو ويې نه شو کولاى چې د اعتراض کوونکو قناعت حاصل کړي.
تېره ورځ هم يو پلاوى ور استول شوى او نن يې له اعتراض کوونکو سره وليدل.
د دغه پلاوي په استازيتوب نيازمحمد اميري وويل چې اعتراض کوونکي بايد هر څه ژر خپله خېمه نور ټوله کړي څو د اصلي قضيې د څېړلو لپاره اړينه زمينه برابره شي.
ده وويل: ((په قضيه کې ډېر پرمختګ شوى، اعتراض کوونکي دې خپله خېمه ټوله کړي څو موږ بايد ولسمشر ته ځواب ورکړو چې خېمه يې ټوله کړه نو اوس بايد حتما ورسره عدالت وشي.))
هغه دا هم وويل چې ډېر ژر به د شېراباد سيمې دوه تنه تښتول شوي کسان خوشي کړاى شي.
خو په دې اړه یې نور جزئيات ورنه کړل.
دغه راز د پلاوي بل غړي خيال محمد حسيني وويل چې له اعتراض کوونکو سره ظلم شوى، بايد عدالت هم ورسره شي.
هغه وايي: ((زه د ولسمشر په امر غزني ته راغلى يم، پر مظلوم د ظلم کولو حوصله نور هېڅوک نه لري، دا مشکل بايد نور حل شي.))
ده هم له اعتراض کوونکو غوښتنه وکړه چې نور خپل اعتراض پاى ته ورسوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP