کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٦): خواله شبکو که له يوې خوا له خپلو اسانتياوو سره نړۍ پر يوه کلي بدله کړې، خو ناسمې کارونې يې په ځينو مواردو کې د کورنيو د غړو تر منځ ستونزې او واټنونه هم را پيدا کړي دي.
کارپوهان او خلک پر دې باور دي چې د ټولنيزو شبکو له اندازې ډېرې کارونې کاروونکي له جدي ستونزو سره هم مخ کړي، خو تر ټولو مهمه ستونزه يې خصوصي اړيکو ته لارموندنه او د دغو اړيکو ويجاړونه ده.
په کابل پوهنتون کې د معلوماتو سرچينې مرکز (ACKU) اجرايي مشر عبدالوحيد وفا وايي: ((وزګارتيا او پر يوه خبري سرچينه د دغو رسنيو بدلېدنه له يادو رسنيو د خورا ډېرې کارونې عمده لاملونه دي، دغه چارې ډېر ځله د کورنيو د غړو تر منځ واټن هم پيدا کړى دى.))
نوموړي زياته کړه: ((دغو رسنيو د کورنيو اړيکو او عواطفو ته لار کړې، دا چې زموږ په ټولنه کې له یادو رسنيو څخه د استفادې سم فرهنګ نشته، له امله يې په سياسي او تبليغاتي ډول هم کارول کېږي.))
پر ټولنيزو شبکو د روږدي والي يوه عمده ستونزه دا ده چې د کورنيو غړي يې د نږدې کولو پر ځاى يو له بله لرې کړي، د شته راپورونو له مخې دا چاره حتى د دې لامل شوې چې په يو شمېر هېوادونو کې د طلاق او کورنيو د غړو تر منځ د جلا کېدو لامل شي.
له بلې خوا هم د خواله شبکو يو شمېر کاروونکي هم په دې اړه مثبت ليدلورى نه لري.
صنم رستمي په دې اړه پژواک ته وويل: ((له دې شبکو سره د نښلېدو په سبب زموږ د کورنۍ غړي د ژوند له واقعي فضا جلا شوي، له يوې مجازي فضا سره تړل کېږو.))
هغه وايي: ((په خواله شبکو کې دومره بوختېږو چې مجازي دوستانو ته پر رښتينې کورنۍ ترجيح ورکوو، حتى غواړو چې خپلې ستونزې له خپلو کورنيو سره شريکې نه کړو، دا راته ښه ښکاري چې خپل ټول حال او احوال د مجازي نړۍ له لارې له خپلو مجازي ملګرو سره شريک کړو.))
له بلې خوا مېرمن افشيد د دې موضوع په اړه وايي: ((نړيوال کېدنې چې څومره مکاني واټنونه را کم کړي، همدومره يې د کورنيو او خپلوانو تر منځ عاطفي واټن هم رامنځته کړى، ډېرى خلکو مجازي نړۍ ته په ورتګ سره د واقعي انسانانو له واقعي نړۍ نه فاصله پيدا کړې ده.))
هغې وويل: ((نور نو له خلکو سره د شپو او کيسو خبرې تللې دي، حتى که د کورنيو او خپلوانو تر منځ کوم پروګرام يا محفل هم وي، زه او نور دوستان مو په يوه ډول له مبايل سره بوخت وو. ټولو سرونه ټيټ کړي وي او پر خپلو مبايلونو کې لګيا وي، هسې کله کله کوم يو سر اوچت کړي، څه ووايي او يا هم د ((اممم) په ويلو سره غبرګون وښيي، خو بېرته بوخت شي او هماغه زړه کيسه وي.))
خو د سير صديقي په نوم خواله شبکې کاروونکى وايي چې دغو شبکو د ده او د ده د مېرمنې تر منځ جدي ستونزې پيدا کړې دي: ((کله چې په خواله شبکو کې له خپل ملګرو سره چټ کوم، يا کومېنټ (نظر) ليکم، په ځانګړي ډول کله چې ښځه وي، مېرمن مې ورته متوجه کېږي، ډېره په غوسه وي، تل دعوا کوي چې دغه کار زموږ د ژوند له محبته ډکه فضا خرابوي او حتى کله کله د طلاق تصميم نيسم."
هغه زياته کړه چې د دې موضوع په اړه څو ځلې اړ شوى چې پر خپله مېرمن لاس اوچت کړي، د دغه کار په مقابل کې هغې راته ويلي چې دا به هم له دې وروسته له نرانو سره چټ وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP