Language

پکتیکا کې یوه سیمه ییز پولیس ١٥ طالبان وژلي

ښرنه (پژواک، ٢٤ کب ٩٦): امنيتي چارواکي وايي چې يوه سيمه ييز پوليس د پکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې ١٥ وسله وال طالبان وژلي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان دريا خان د کب په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ يوه سيمه ييز پوليس اول خان په ګومل ولسوالۍ کې ٢٥ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه وايي: (( ١٥ طالبان يې وژلي او لس نور يې ټپيان کړي دي.))

دغه راز خپله اول خان پژواک ته وويل چې له وسله والو طالبانو یو رينجر موټر، یو میل راکټ انداز او یوه پیکا هم له ځان سره سروبي ولسوالۍ ته راوړي دي.

ده زياته کړه: (( زه له خپل ملګري سره ګومل ته روان وم چې زړې کلا سره طالبانو ونيولو غوښتل يې موږ په ګومل کې د طالبانو والي پيراغا ته يوسي، زما ملګرى يې په لاره کې مړ کړ، خو ما د هغوى پيکا چې د موټر په سيټ کې پرته وه، را واخيسته او ډزې مې شروع کړې.))

دى وايي چې د ډزو پرمهال يې ١٥ وسله وال طالبان  وژل شوي او لس نور يې ټپيان دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين هم دغه موضوع تاييدوي او وايي چې اول خان ٢٥ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

خو بل لور ته طالبان د ٢٥ طالبانو د وژل کېدو خبره ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې يواځې درې طالبان وژل شوي او د ٢٥ طالبانو د وژل کېدو خبره حقيقت نه لري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.