Language

د ملي اردو څلور سرتېري د طالبانو له زندانه په تېښته بريالي شول

پل علم (پژواک، ٢٥ کب ٩٦): د ملي اردو څلور سرتېري چې د لوګر د ازرې ولسوالۍ د منګل درې په سيمه کې له يوې نيمې مياشتې راهيسې د وسله والو په بند کې يې شپې ورځې تېرولې، نن په تېښته ترې بريالي شول.

 د لوګر د امنيه قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي د کب په ٢٥مه پژواک اژانس ته وويل چې شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې د ملي اردو څلور سرتېري د پکتيا ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا نيول شوي و او د منګل درې په سيمه کې د طالبانو په زندان کې ساتل کېدل، چې نن سهار له دغه زندان څخه په تېښته بريالي شوي دي.

 هغه وويل چې دغه سرتېري اوس مهال د ازرې ولسوالۍ په امنيه قوماندانۍ کې دي.

 ازرې ولسوال حميد الله حميد ددغه خبر په تاييد سره وويل چې ددې سرتېرو روغتيايي حالت ښه دى.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

ازره د لوګر لرې پرته ناامنه ولسوالۍ ده .

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.