پلخمري(پژواک،٢٧کب٩٦): بغلان کې د کلیوالي لاسي صنایعو پرمختیايي پروګرام چې ۹۰ سلنه برخه یې ښځو ته ځانګړې شوې، پیل شو.
د دغه پروګرام له مخې به د بغلان ولایت ۱۵۰۰کډوالې کورنۍ چې په وروستیو دوو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې وي د غالیو اوبدلو په کار وګومارل شي.
د نړيوال بانک د کلیوالي لاسي صنعت د پرمختیايي پروګرام د ښځو برخې مسوولې شکیبا کاظمي دکب په ۲۷ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې پروګرام له مخې هغو تازه راستنو شویو کډوالو کورنیو ته چې د غالۍ اوبدلو په برخه کې غواړي کار وکړي دغالیو اوبدلو ماشینونه او خام مواد ورکول کيږي.
شکیبا وویل چې دغه پروژه یو کال دوام کوي او له هغه وروسته به کورنيو دغه کسب زده کړي وي او خپله به وکولى شي چې دغه صنعت پرمخ بوځي.
بل لورته د بغلان د دوشي ولسوالۍ کې د لګي سیمې اوسېدونکي جان محمد پژواک ته وویل چې پاکستان کې يې د غالۍ اوبدلو کارکړی ټوله کورنۍ یې د غالیو په اوبدلو پوهیږي او غواړي چې په خپل هېواد کې خپل کسب ته دوام ورکړي.
هغه زياته کړه: (( راغلي يو چې په پیل شوې پروژه کې برخه واخلو او له خپلو تجربو څخه نورې کورنۍ هم برخمنې کړو.))
جان محمد زیاتوي، کلیوالي لاسي صنایع پروژې ته هیله من دی او دغه پروژه کولی شي چې دډېرو بېوزله کورنیو په ژوند کې بدلون راولي.
نوموړي له دولت څخه د دغې پروژې د پوښښ ساحې د پراختیا له غوښتنې برسېره له وزګارو کورنیو هم غوښتنه وکړه چې د کورنۍ ښځینه غړي دې په دغه پروسه کې شاملې کړي.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ لرې پرتې ابقول سیمې اوسېدونکي حاجي نعمت الله هم پژواک ته وویل چې په سیمه کې یې اوس هم په عمر پخې مېر منې په غالۍ او ټغر اوبدلو بوختې دي.
خو هغه وويل چې د خامو موادو له نه شتون سره مخ دي که حکومت او یا هم د یادې پروژې مسوولین مېرمنو ته خام مواد ورکړي نو ستونزې به يې کمې شي.
د يادونې ده چې دغې پروژې له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې او تر دې وړاندې د هېواد په اتو ولایتونو کې فعالیت تر سره کړی چې تر اوسه یې پنځه زره کورنیو ته د غالۍ اوبدلو کار زمینه برابره کړې ده .
login or register a new account.