Language

د پکتيکا اعتراض کوونکو په مشروط ډول اعتراض پاى ته ورساوه

ښرنه (پژواک،٢٧کب٩٦): د پکتيکا اعتراض کوونکو له اوو ورځو وروسته خپل اعتراض هغه مهال پاى ته ورساوه چې چارواکو ورسره د دې ولايت د اوسېدونکو د وژل کېدو د مخنيوي ژمنې وکړې.

د پکتيکا سلګونو اوسېدونکو له اوو  ورځو راهيسې د اعتراض خېمه درولې وه او هم يې د ولايتي شورا دروازه تړلې وه.

دوى ويل چې د پکتيکا-غزني پر لويه لار د وسله والو طالبانو له لوري هره ورځ عام خلک او دولتي کارکوونکي وژل کېږي.

خو نن د کب په ٢٧مه د پکتيکا، غزني او پکتيا چاراوکي اعتراض کوونکو ته ورغلي وو او له دوى سره يې د يادې ستونزې د حل ژمنې وکړې.

د غزني والي عبدالکريم متين اعتراض کوونکو ته وويل چې د پلان له مخې به د يوې اوونۍ په اوږدو کې د غزني-پکتيکا لويې لارې امنيت ټينګ کړي.

خو ده له امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د دې لارې د ښه امنيت ټينګښت لپاره دې د اندړو او ګيرو ولسواليو په مربوطاتو کې عمليات هم وکړي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي هم په يادو لارو کې د پکتيکاوالو وژل تاييد کړل او تور يې پورې کړ چې د غزني-پکتيکا د لويې لارې امنيتي مسوولين له طالبانو سره لار لري او هم د مسافرو له موټرو پيسې اخلي.

ده وويل چې د پکتيکا-غزني د لويې لارې د امن کولو لپاره به تر خپلې وسې همکاري وکړي.

دغه راز د ۲۰۳ تندر قول اردو د زون قوماندان تورن جنرال شعور ګل وويل چې د يادې لارې د امنيت د تامين لپاره به ډېر ژر د غزني-پکتيکا د لويې لارې د امنيتي پوستو مسوولينو پرځاى نور کسان پر دنده وګوماري.

هغه وويل: ((د دې لارې په اوږدو کې به د يوې مودې لپاره د ملي اردو سرتېري هم ولاړ وي، ترڅو خلک په ارامه زړه تګ راتګ وکړي.))

هغه زياته کړه چې په دې لار کې به د ډاډمن امنيت په موخه په نږدې راتلونکي کې د ملي اردو يو کنډک هم ځاى پرځاى کړي.

دغه راز د پوليسو د ۳۰۳ سپين غر زون قوماندان ګل محمد راسخ وويل، هغه پوليس چې د غزني-پکتيکا په لويه لار کې له خلکو پيسې اخلي، د خپلو دې ناوړه کړنو له امله به سزا ورکړل شي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.