Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې ځینو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

لښکرګاه (پژواک، ۲۷ کب ۹۶): د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله يو پوليس وژل شوى او نهه نور ټپيان دي.

په هلمند کې يوې باوري امنيتي سرچينې د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ترخه ناور په سيمه کې د پوليسو پر دوو پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وويل چې په دغه بريد کې يو پوليس وژل شوى او نهه نور پوليس ټپيان دي.

سرچينه وايي چې طالبانو ډېر لوى بريد پلان کړى و خو د افغان ځواکونو د مقاومت له امله يې بريد پر شا تمبول شوى دى.

په دې اړه د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې د ترخه ناور په جګړه کې يو پوليس وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.

ده وويل چې د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې اتو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو په لښکرګاه ښار کې د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه دوى ته د يو وژل شوي پوليس تر څنګ ١٥ ټپي سرتېري ور وړل شوي دي.

وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تېره شپه طالبانو د هلمند په تريخ ناور او خذرو سيمو کې د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ٢٧ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.