Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ناوه کې پنځه پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

لښکرګاه(پژواک، د وري لومړۍ نېټه٩٧): د وسله والو طالبانو د بريد له امله د هلمند په ناوې ولسوالۍ دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

لښکرګاه کې يوې امنيتي باوري سرچېنې پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه شپه وسله والو طالبانو د ناوې ولسوالۍ په عينک سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دې بريد کې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

په دې اړه د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د ځواک په وينا په دې پېښه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شميرې په اړه يې تر اوسه معلومات نشته دى.

خو په ناوې کې يو پوليس عبدالتواب پژواک ته وويل چې د طالبانو په دې بريد کې درې پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

هلمند د افغانستان د تر ټولو نا امنه ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول وسله والو طالبانو سره دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.