ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل- کندهار پر لویه لار ترافيکي پېښه کې څلور کسان مړه شوي

د کابل- کندهار پر لویه لار ترافيکي پېښه کې څلور کسان مړه شوي

author avatar
22 Mar 2018 - 09:48
د کابل- کندهار پر لویه لار ترافيکي پېښه کې څلور کسان مړه شوي
author avatar
22 Mar 2018 - 09:48

کلات (پژواک، ٢ ورى ٩٧): د کابل- کندهار پر لويه لار په يوه ترافيکي پېښه کې څلور کسان مړه او درې نور ژوبل شوي دي.

دا پېښه نن (د وري ٢مه) سهار شاوخوا نهه بجې د زابل د شهر صفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

د زابل د ترافيکو مديريت مرستيال محمد فريد پژواک اژانس ته وويل چې پېښه د يادې ولسوالۍ د سوځېدلو موټرو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې پېښه د فيلډر او لارۍ موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې چې په کې څلور تنه مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

د فريد په وينا، ټپيان د پوليسو له لوري د کلات روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

درې ورځې مخکې هم په دغه ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله څو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.