کندهار(پژواک، ٢ ورى ٩٧): په کندهار کې د يوې افغان ښځې له خوا د ښځو لپاره ځانګړى سوداګريز مرکز پرانستل شو.
د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرکز نن د کندهار د مرستيال والي عبدالحنان منیب له لوري پرانيستل شو.
سرچينه ليکي چې ياد سوداګريز مرکز د يوې کندهارۍ ميرمني ليلا افاق لخوا د ښځو لپاره جوړ شوی دى.
د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منیب د افغاني خويندو سوداګريز مرکز د پرانيستلو پر مهال د دغه مرکز د مشرې ليلا افاق څخه مننه وکړه او د هر ډول همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
منيب وويل، ولایتي اداره د ښځو د اقتصاد د پرمختګ لپاره هڅي کوي او په همدې موخه يې څو ورځې وړاندې د ښځو د سوداګرۍ خونه هم پرانيستله.
مرستيال والي د ياد سوداګريز مرکز پرانيستل د ښځو د اقتصاد په پرمختګ کي مهم وباله او زياته يې کړه چي دا مرکز به د ښځو د لاسي صنایع ته په بازار موندنه کي هم ګټور تمام شي.
وروسته د افغاني خويندو د سوداګريز مرکز مشري ليلا افاق وويل چي په ياد سوداګريز مرکز کي د ښځو د اړتيا وړ توکو تر څنګ خیاطي، خوړنځى او جومات هم شته.
افاق وویل، په ياد مرکز کې يې ۱۲۰ زره امريکايي ډالره پانګونه کړې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP