Language

ننګرهار کې د ١٢  بهرنيانو په ګډون ۱۴ داعش وسله وال وژل شوي

جلال اباد (پژواک، ۴ وری ۹۷): ځايي چارواکي وايي چې د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې د هوايي بريد له امله د ۱۲ بهرنيانو په ګډون ۱۴ داعش وسله وال وژل شوي دي.

په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن شېرين اقا فقيري د وري په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون بهرنيو ځواکونو د هسکې مېنې ولسوالۍ اوغز او مهترخان سيمو کې پر داعش ډلې د بې پيلوټه الوتکې بريدونه کړي دي.

هغه وايي، د يادو بريدونو پرمهال ۱۴ داعش وسله وال وژل شوي چې ۱۲ تنه يې بهرنيان دي، خو ددوى هويت نه دى په ډاګه شوى چې د کوم هېواد اوسېدونکي وو.

تېره ورځ هم ملي اردو ننګرهار کې د داعش وسله والو د وژلو دعوه کړې وه، خو دغې ډلې تر دې مهاله د دغو دواړو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.

د يو بل خبر له مخې، په بغلان ولايت کې د طالبانو مشهور سرګروپ  قاري منصور چې ديوې  ۲۵ کسيزې  ډلې مشري  يې پرغاړه وه، تېره شپه د طالبانو تر واک لاندې سيمه  شهاب الدين  کې وژل شوی دی .

د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع  پژواک  اژانس ته  وويل  چې هغه د خپلو ملګرو له خوا وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، قاري  منصور د طالبانو تر واک لاندې  سيمه کې  وژل شوی، ځينې وايي چې د خپل ساتونکي او ځينې نور وايي چې د يو مېلمه له خوا وژل شوى دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، طالبانو د هغه د وژلو په تور څلور طالبان نيولي دي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.