Language

وحدت: طالبانو د پکتيکا خوشامندکې ٢٧ ښوونځي تړلي

ښرنه (پژواک،٤ ورى٩٧):د پکتيکا والي الياس وحدت وايي چې ددغه ولايت په ډيله خوشامند ولسوالۍ کې ۲۷ ښوونځي له کلونو راهيسې بند دي.

وحدت چې د وري په ٤مه يې د پوهنې د ورځې په مناسبت په ښرنه کې يوې غونډې ته وينا کوله، زياته کړه چې ياد ښوونځي له تېرې يوې لسيزي راهيسې د وسله والو طالبانو له لوري بند دي.

هغه وويل،وسله وال طالبان وايې چې دوی له ښوونځيو سره ستونزه نه لري خو د ډيلې خوشامند د ښوونځيو په تړلوکې د وسله والو طالبانو نېغ په نېغه لاس دی او هغوی نه غواړي د زده کوونکو پرمخ ښوونځي خلاص شي.

وحدت زياتوي چې دوی د قومي مشرانو، ديني علماوو او د سيمي د اوسېدونکوپه هڅو ونه توانېدل چې د پکتيکاپه خوشامندولسوالۍ کې د زده کوونکو پرمخ بند ښوونځي پرانيزي، ځکه وسله وال طالبان اجازه نه ورکوي.

والي وايي:(( په ښوونځيو کې ملي سرود نه غږول کيږي، په لېسو کې د وطني مينې په باب تبليغ نه کوي دوطني مينې په باب مخالفت کوي، له ملی بيرغ سره مينه نه لري چې له همدې امله به روان کال يو شمېر ښوونکي او مسوولين له دندو ګوښه کړي.))

د وحدت په خبره چې اوس هم ددغه ولايت په يو شمېر ښوونځيوکې يو شمېر مديران اوښوونکي شته چې په ښوونځيو کې افراطيت خپروي او د زده کوونکو ذهنونه خرابوي.

قومي مشر وکيل بادشاخان هم په خبرو کې وويل چې په پکتيکا کې د ښوونې او روزنې بهېر پڅ روان دی او لکه څنګه چې لازمه وه همغه ډول يې کار نه دی کړی او نه يې ښوونکو او زده کونکو ته د زده کړې مناسب چاپيريال برابر کړی.

هغه پر والدينو هم غږ وکړ چې ديوقومي تړون له مخې دې هغه زده کوونکي چې عمر يې ۷ کلنۍ ته رسېدلی وي په ښوونځيو کې د زده کړو په موخه داخل کړي.

د پوهنې سرپرست رييس محمدکريم اتل وال وويل چې روان کال به په پکتيکا کې د ښوونې او روزنې بهير ګړندی کړي.

هغه له خلکو وغوښتل چې دښوونځيو لپاره دې پيسې او ځمکه ورکړي او هغه ښوونځي چې بند دي په خلاصولو کې يې همکاري وکړي.

داورګون ولسوالۍ دښوپښتۍ دښوونځي سرښوونکي محمدنبې وويل چې په پکتيکا کې د معارف د مسوولينو له لوري ښوونکو ته په درنه سترګه نه دي کتل شوي او نه هم هغوى ته د ځمکو نومرې وېشل شوې دي.

د يادونې ده چې په ټول پکتيکا ولايت کې ٣٩ بابه ښوونځي بند دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.