ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار په ینګي کلا ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو کورونه سوځول شوي

د تخار په ینګي کلا ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو کورونه سوځول شوي

author avatar
25 Mar 2018 - 11:25
د تخار په ینګي کلا ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو کورونه سوځول شوي
author avatar
25 Mar 2018 - 11:25

تخار (پژواک، ٥ ورى ٩٧): د تخار سيمه ييز چارواکي وايي چې په ينګي کلا ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د پاڅون کوونکو کورونه سوځولي دي.

د تخار د ینګي کلا ولسوال عبدالمناف فیضي د وري په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ په کیلدېش او جرباشي سیمو کې د پاڅونوالو کورونه سوځولي دي.

فیضي وایي چې د کیلدېش او جرباشي په ګډون طالبانو تېره جمعه د دې ولسوالۍ ځینې نورې سیمې هم نیولې وې چې تېره شپه یې بېرته پرېيښې او تللي دي.

ولسوال وایي چې طالبانو د یادو سیمو د اوسېدونکو یو شمېر موټرسایکل، تراکتورونه او پیک اپ موټر هم بیولي دي.

دغه راز د ینګي کلا ولسوالۍ اوسېدونکي نجم الدین پژواک ته وويل چې یوه اوونۍ مخکې طالبانو ځایي اوسېدونکو ته ګواښ کړی و چې له حکومت سره خپلې اړیکې پرې کړي خو خلکو دغه کار ونه کړ.

ده هم وويل چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو کورونه سوځولي دي.

که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو امنیتي چارواکي وایي، لا معلومه نه ده چې طالبانو د پاڅونوالو څومره کورونه سوځولي دي.

چارواکي زياتوي چې په دې اړه يې پلټنې پیل کړې دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه په ينګي کلا کې له پاڅون کوونکو سره هم خبرې وکړو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.