Language

ښرنه (پژواک ٥ ورى ٩٧): د پکتيکا په درېيو جلا جلا پېښو کې شپږ وسله وال طالبان او دوه پوليس وژل شوي او د وسله والو طالبانو یو مرکز له منځه تللی دى.

د دې ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ ډله ييز بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه، دغه بريدونه د شپې په یوولسو بجو پيل چې د ورځې تر ناوخته یې دوام وکړ چې په پايله کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او بريد په شا تمبول شوی.

د هغه په وينا، په دې نښتو کې افغان ځواکونو ته زيان نه دی رسېدلی.

بلخوا د پکتيکا د والي وياند محمدالرحمن اياز پژواک ته وويل چې د ملي امنيت ځانګړې قطعې د يوسف خېلو ولسوالۍ اړوند د خیربين په سيمه کې د وسله والو طالبانو د استخباراتي ګروپ سيف الاسلام په مرکز عمليات کړي چې په يادو عملياتو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او سيف الاسلام هم ژوبل شوی دی.

هغه وويل چې د يکشنبې په ورځ د پکتيکا او غزني ولايت په لويه لاره د اندړو ولسوالۍ په مربوطو کې دوه کسه د وسله والو طالبانو له لوري له موټر ښکته شوي او وژل شوي دي.

هغه وويل، ګومان کيږي چې دغه کسان سرحدي پوليس وي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلی.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.