ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار  ولايت مقام مخې ته يو کس د ځان وژنې هڅه وکړه

د تخار ولايت مقام مخې ته يو کس د ځان وژنې هڅه وکړه

author avatar
26 Mar 2018 - 18:55
د تخار  ولايت مقام مخې ته يو کس د ځان وژنې هڅه وکړه
author avatar
26 Mar 2018 - 18:55

تالقان (پژواک، ۶ وری ۹۷): د تخار ولایت یوه اوسېدونکي چې غوښتل یې د ولایت مخې ته ځان زندۍ کړي، د خلکو له لوري وژغورل شو.

د تالقانو اوسېدونکی شاه محمود ادعا کوي چې د تخار مرستیال والي محمد فريد ذکي یو شمېر کسان هڅولي ترڅو د ده شخصي ځمکه غصب کړي.

هغه په داسې حال کې چې ښځه او اولادونه يې هم تر څنګ ولاړ وو نن د ولايت مقام مخې ته د ځان د زندۍ کولو هڅه وکړه، خو د خلکو له خوا پر وخت وژغورل شو.

شاه محمود وايي چې ځکه یې د ولایت مخې ته ځان زندۍ کاوه چې هېچا يې غږ نه اورېده او ځمکه يې د غصبېدو په حال کې وه.

دی وايي چې ځو ځلې يې اړوندو ادارو ته شکايتونه کړي خو چا يې غږ نه دى اورېدلى.

دی وايي: (( څو ځلې مې خپله مرستيال والي او يو شمېر نورو مسوولو چارواکو ته شکايتونه کړي؛ خو د دې پرځای چې ستونزه مې حل شي نورې مې هم ستونزې ډېرې شوې.))

خو په ورته وخت کې د تخار مرستیال والي محمد فرید ذکي پر ده شوې ادعا بې بنسټه بولي او  وايي چې دا يوه حقوقي مساله ده او ده پورې هېڅ اړه نه لري.

هغه پژواک ته وويل چې ورسره ټول هغه اسناد شته، چې شاه محمود نومي والي، امنيه قوماندان او نورو عدلي او قضايي ارګانونو ته په کې د خپلې ستونزې په اړه شکايتونه کړي؛ خو د ده په اړه يې هېڅ يادونه په کې نه ده کړې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.