غزني ښار (پژواک، ٦ ورى ٩٧): د غزني چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيتي مرستيال د دفتر امر پر ډزو وژلى دى.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناپېژاندو وسله والو د حکيم سنايي په سيمه کې د امنيې قوماندانۍ د امنيتي مرستيال د دفتر امر څارمن توريالی پر بې غږه تومانچه وژلى دى.
هغه وايي: ((څارمن توريالى له قوماندانۍ څخه کور ته روان و چې په لاره کې پر بې غږه تومانچه وژل شوى دى.))
نوري له امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه چې په دې وروستيو کې ورته پېښې ډېرې شوې دي، بايد له احتياط څخه کار واخلي او يواځې ونه ګرځي.
د اړوندې موضوع په اړه په غزني کې د مدني ټولنې غړي محمد انور پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په بې غږه تومانچو د امنيتي کسانو د وژلو پېښې ډېرې شوې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، هره مياشت له پنځو تر لسو پورې امنيتي سرتېري او چارواکي د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل کېږي.
خو د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان بيا وايي چې پوليس شپه او ورځ د امنيت د ټينګښت لپاره هلې ځلې کوي.
ده خلکو ته ډاډ ورکړ چې پوليسو د دغه شان وسله والو د نيولو هلې ځلې پيل کړې دي او ډېر ژر به د قانون منګلو ته وسپارل شي.
د يادونې ده، له تېرو څو کلونو راهيسې په غزني کې امنيتي سرتېري او چارواکي په بې غږه تومانچو وژل کېږي خو تر اوسه يې مخه نه ده نيول شوې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP